د صلوٰة التسبيح لمونځ، او بشپړه طریقه يې

د صلوٰة التسبيح لمونځ، او بشپړه طریقه يې په دې ليکنه کې؛
 
د دې لمانځه ډېر زیات فضیلت دی.
د دې لمانځه د کولو څخه د انسان د مخه او وروسته ؛ نوي او زاړه ؛ لوی او کوچني ؛ ښکاره او پټ ؛ په قصد یا سهوه پېښ شوي گناهونه الله تعالی جله جلاله وربخښي.

دا لمونځ د خدای پاک (جله جلاله) رسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) و خپل کاکا حضرت عباس (رضی الله عنه) ته ورښوولی وو ؛ او ورته ويلي دي چې که یې کولای شې نو دا لمونځ هره ورځ کوه ؛ که هره ورځ نه وي نو هره جمعه یې کوه او که هره جمعه یې نه شې کولای نو په کال کی يې یو ځل  کوه ؛ که يې په کال کې  هم یوځل  نشې کولای نو په ټول عمر کې يې یو ځل ضرور او خامخا وکړه.
د تکلیف ، غم ، مصیبت  او سختۍ په وخت کې دا لمونځ ډېر زیات  ګټور دی.
طریقه: 
دا لمونځ څلور (۴) رکعته دی ؛ په یوه سلام سره  دا لمونځ هر  وخت کیږي خو په مُکْرو  وختونو کې نه کېږي ، بلکې په مکرو وختونو کې هیڅ لمونځ نه کېږي.
د دې لمانځه په هر رکعت کې پنځه اویا (۷۵) ځلــــــه لاندې تسبیحات ويل کېږي .
سُبْحٰان اللِه وَ الْحَمْدُ اللِه وَ لااله الاالله والله اکبر.
ویل کېږي
 
نیت کول يې په دې ډول دي.
نیت کوم د زړه له اخلاصه  څلور (۴) رکعته صلوة تسبیح لمونځ کوم په دې حاضر وخت  (مثلاً د ماخوستن يا نور صحي وختونه )  خاص خدای پاک (جله جلاله ) لره مخ می دی د کعبې  شریفي په لوري الله اکبر.
 
د تسبیحاتو ویل په دې ترتیب سره :
۱ - تر سبحانک اللهم وروسته  (۱۵) ځله.

۲ - تر اعوذ باالله ، بسم الله ، الحمد الله او سورت وروسته (۱۰) ځله.

۳ - په رکوع کې تر سبحان ربي العظیم ورسته (۱۰) ځله.

۴ - چې له رکوع څخه راپورته سې په ولاړه کې ؛ ترسمع الله لمن حمده وروسته (۱۰) ځله.

۵ - په لومړۍ سجده کې تر سبحان ربی الا علی وروسته (۱۰) ځـله.

۶ - د لومړۍ سجدې څخه تر راپورته کېدو وروسته په ناسته کې (۱۰) ځله.

۷ - په دوهمه سجده کې تر سبحان ربی الا علی وروسته (۱۰) ځله.

په دې تر تیب سره دا تسبیح په یوه رکعت کې - ۷۵ - ځله  ویل کېږي ؛ په همدې تر تیب په پاته دريو رکعتونو کې  هم - ۷۵ - ځله ویل کیږی چې د ټولو رکعتو نو دا شمېر   -  ۳۰۰  -  ځله  کیږې.
 
یادونه :  کله چې دوهم (۲) رکعت ته پورته شـــــــئ نو په دوهم (۲) رکعت کې  سبحانک اللهم  نه ویل کــــــــېږي بس چې راپورته شوې تر هر څه دمخه تسبیحات (۱۵) واره ووایه بیا نو   ؛ بسم الله، الحمدالله سورت وروسته بیا (۱۰) ځـله همدا شان د پورتنۍ لارښوونې  سره سم يې وواياست.
 
لــه تاسو ټولو محترمو لوستونکو څخه په ډېره مينه هيله کوم ، چې دا پــورته ليکنه په وېب پاڼو ، فېسبوک پاڼو ،واټساپ ګروپونو او همدا رنګه د ټلګرام پـــــــــه چېنلونو کې خاص د يوازني يوه الله پاک جله جلاله د ضا لپاره نشر کړئ! تر څو د لمونځ کوونکي هومره ثواب ان شاءالله تر لاسه کړئ! له ملتيا مو نړۍ مننه .