ايا په ګوردو کې ډبره لرئ؟

ايا په ګوردو کې ډبره لرئ؟
ايا د ګوردو تکليف لرئ؟ ایا ګوردې مو چيرک لري؟
ايا تسی يا ګوردې مو درد کوي؟

نن درته د الله جله جلاله د رضا لپاره، داسې وړيا طريقه درښه يم چې په عملي کولو سره به يې، حتمآ که د  الله پاک خوښه وه شفا به ومومئ!

طريقه ډېره اسانه او په ډېر کم مصرف چمتو کولای شئ.

۱ : یوه وطني هګۍ به راواخلۍ ښه به یې په اوبو پاکه پرېمينځۍ او په يوه پاک کالي به يې کېږدۍ.

۲ :دری يا څلور غټ غټ لېمو به راواخلې، او په يوه ګيلاس کې به ترې ټولي اوبه به ترې پاکي ونېښتېزۍ، تر هغه چې ګيلاس تر نيمايي پرې ډک شي.

۳ :هګۍ  به راواخلۍ، او د لېمو په اوبو کې به يې واچوۍ! نيم ساعت به ورته په تمه شۍ تر څو هګۍ د اوبو سرته راسي، او په اوښتو پیل وکړي او هګۍ به داسې تېزه په تاوېږي ته به داسې فکر کوې؟ چې د کوم موتور په واسطه تاوېږي يا اړوي.

۴ : نور به د ګيلاس پر سر يو شی کېږدۍ، او ګيلاس به ښه خوندي ځای تر سهاره کېږدۍ تر څو چپه نشي.

•  ۵ : سهار به ګيلاس راواخلۍ، او چې کله ورته وګورۍ هګۍ به د بېرته په اوبو کې ډوبه شوې وي، او د هګۍ پوست به د يو کاغذ په شان شوی وي.    
  
۶ : دغه اوبو او هګۍ به په يوه، پاک لوښي کې ونينوۍ تر څو پټوکی او نور توکي که ورلوېدلي وي ترې پاتي شي.

۷ : په پای کې به دغه د لېمو اوبه او هګۍ په تشه خوا سهار وختي وچښۍ او له دې، يو ساعت وروسته به خوراک تر سره کړئ!.

دا عمل به يوه اونۍ تکرار کړۍ ان شاءالله د ګوردو له درد، تکليف او عذابه به مو الله پاک حتماً خلاص کړي، او هم به د ګوردو له ډبري هم خلاص شئ.

يادونه: دا زما لومړۍ ليکنه ده، او دا پورته کومه نسخه چې ما تاسې ته وښوده زموږ پلار هم ازمويلي او تجربه کړې، دا په داسې حال کې چې څو ډاکترانو دا هم ورته وويل چې ته بايد  حتمن عمليات وکړې، او ډاکترانو دا هم ورته ويلي وو چې په عملياتو دې دېرش زره افغانۍ مصرف راځي، خو الحمدالله زه به يې وس لرم خو زموږ  د افغانانو اقتصادي حالت خو موږ او تاسې ټولو ته ښه معلوم دی، چې ډېر سخت له اقتصادي حالت يې خراب دی، نو ما دا تصميم ونيو چې خاص د الله پاک د رضا لپاره دا ليکنه په ډېره واضيحه توګه تاسې وليکم، دا نسخه په پرله پسې توګه تر اونۍ يا زيات وخت تر هغو چې له رنځه د ښه کېدو، نښي در باندې څرګندي شي. 

له دې مرضه د ښه کېدو نښي کومي دي ؟
 
هر کله چې د سوزک له ستونزې خلاص شئ.

له تشو بولو وروسته مو اودس ډېر ژر وچېږي.

درک په مکمل ډول ورک شي.

ډېر د ارامتيا احساس درته پيدا شي.
 
هرکله که مو چې دا نښي په ځان کې وليدلې نو ستاسې ډبره لوېدلې ده، دوه يا دری ورځې صبر وکړۍ که مو هرکله يقين پوخ شو، نو يوه تلوېزيوني معاينه هم ترسره کړۍ، نو وبه ګورۍ چې په مکمل ډول جوړ شوي ياست ان شاءالله، له دې وروسته به مو پوره اطمنان حاصل شي.