نړۍ د ټولنيزو او کلتوري انحرافاتو پر لور

د ټولنيزو، کلتوري او مذهبي علومو  يو ډېر ادنی لوستونکی هم په دې پوهېږي چې نن سبا نړۍ د کولتوري، ټولنيزو او مذهبي ارزښتونو په برخه کې په ښه لورې نه ده روانه، له کلتوري او ټولنیزو ارزښتونو څخه د انحرافاتو مسايل په ۲۱ مه پېړۍ کې په چټکي سره د خپرېدلو په حال کې دي، خو نړۍ په دې ناروغۍ چا اخته کړه؟ ولې اخته شوه؟ څوک دې ټولنيزو او مذهبي انحرافاتو پراختیا او پرمختيا ته لمن وهي او ولې داسې کوي؟ موږ په دې ليکنه یې د ځواب موندلو هڅه کړې ده چې تاسې یې لوستلو ته رابولو.
نړۍ چې د ټولنيزو او کلتوري انحرافاتو پر لوري په چټکي سره روانه ده او دا انحرافات له يوې ټولنې بلې ټولنې ته خپريږي،  په لابرتوارونو کې د وايروسونو او باکترياوو له امله نه ده رامنځته شوې بلکې د ځينو هېوادونو او دولتونو رامنځته کړې چې  اصلي هدف یې د عامه چلند ، ټولنيز سلوک بدلول او د ټولنيزو ارزښتونو ماتول او ترې تېښته ده چې په اصطلاح د زوال ايډيالوژي په نامه هم يادېږي.
مذهبي ارزښت:
مذهب  په ځانګړي ډول د اسلام مبارک دين پر نورو خورا ډېرو دنياوي او اخروي مزاياوو سربېره په اروايي برخه کې د انسان پر ذهني مصونيت ،د زړه سوکالي، تسکين او تسلي کې عمده رول لري ، د ټولنې پر يووالي، ښو کارونو ته د ترغيب،  له ناوړه کارونو څخه د راګرځولو امر و نهې پکې نغښتې ده.  د اسلام د مخکښو مبارزينو او مبلغينو پخوانۍ کيسې، د نامتو اشخاصو ژوند ليکونه او نور داستانونه انسان ته دا انګېزه ورکوي چې اصلي خوند د مذهبي امورو تابعداري، له نورو انسانانو سره په خيرښېګڼه، ښه چلند،  په هر ډول سختو شرايطو کې نه تسليميدل ، خپلو هڅو ته ادامه ورکول او په هغه څه چې لري یې قانع اوسېدل دي.
له بل پلوه هغه څه چې موږ يې دوديز او ټولنيز ارزښتونه بولو، دې ټولنيزې ناباسماني، زخم او مشکلاتو له زياتوالي سره په بېلا بېلو برخو کې مقابله کوي. ټولنيزې اړيکې یې کلکې کړې دي، ټولنې یې سره منسجمې کړې دي او د اجتماعي اتحاد په رامنځته کولو کې یې رول درلودلی دی.
 
 دلته له اخلاقو څخه مراد په يوه مشخصه ټولنه کې د متداولو ښو صفاتو درلودل او  ښه کرکتر دی، چې خلک د هغو درلونکی شخص  په ښو ستايي او د ښه کردار او چال چلند په درلودلو یې درناوی کوي چې اخلاق حسنه هم بلل کېږي.
 
همدارنګه که په عمومي ډول وغږېږو نو د ټولو سماوي اديانو تر منځ يو مشترک ټکی د نړۍ د دینونو معنوي او اخلاقي بنسټونه دي جې یو له بل سره په ټکر کې نه دي. په هر دين کې درواغ ويل، دوکه کول، غلطي کول، د بل چا حق خوړل ګناه ده يانې(ټولنيزې بدګڼې) په لږ و ډېر تفاوت او کم او سخت شدت سره په ټولو سماوي اديانو کې منع دي هغه که د اسلام مبارک دين دی، که عيسويت دی یا يهوديت  او يا نور... دي.
 
له بل اړخه سماوي دينونه ناطق ژوندي موجودات (انسانان) د واده او مشترک ژوند په برخه کې یوازې په دوو بیولوژیکي جنسونو ويشي چې له نر او ښځې څخه عبارت دي ، او دا چې واده یقینا د نارینه او یوې ښځې اتحاد دی او له دې اتحاد څخه ملتونه او ټولنې رامنځته کېږي او له بابا ادمه تر دې دمه دا کيسه روانه ده نو ځکه پکې د مثل پر توليد سربېره، خوند، خير، ښېګڼه او نېکمرغي او مينه نغښتې ده او په انسانانو کې د مينې او مهرباني د سلسلې د ژوندي ساتلو يوه لاره هم ده چې پېړۍ پېړۍ تر موږ ددې مينې تومنه را رسېدلې ده او اديان په تېره بيا د اسلام مبارک دين د ګډ ژوند (واده ) په برخه کې او د مثل په توليد باندې خورا ټينګار کوي  نو فلهذا دین د نړۍ د اخلاقو له فساد څخه ژغورلو کې مرسته کوي او د ټولنیزې پراختيا او انساني جوامعو د ډېرښت سبب ګرځي، او د ژوند حقیقي ذوق پیدا کوي. خو نن سبا ددې دواړو هم دين پر وړاندې په شدت سره مبارزه روانه ده او هم د واده په برخه کې د اتحاد چې د (نر او ښځې) له اړيکو څخه عبارت دي مبارزه روانه ده ، ځکه په دې دواړو برخو کې اوس په نړۍ کې خصوصا په لويديځ (اروپا او امريکا) کې او د نړۍ په نورو هېوادونو کې باقاعده خوځښتونه او ټولنې رامنځته شوې دي چې نر له نر سره او ښځه له ښځې سره واده ته تشويقوي او په دې نامه چې بيولوژيکي اختلال پکې رامنځته شوی دی ټولنې د فساد او اخلاقي زوال پر لوري بيايي او هم له دينونو څخه تېښته چې د اجتماعي سکښت یې راټينګ کړی په خورا چټکۍ روانه ده چې نړۍ ته به ښې پايلې ونه لري ځکه بې له اجتماعي قراردادونو او اصولو څخه انساني ټولنې د ځنګل شکل غوره کوي او بې له دين او د (ښځې او نر) له مشترک ژوند څخه ټولنه ځنګلي او وحشي کېږي.
 
د کولتوري او ټولنيزو ارزښتونو په برخه کې د نړۍ شرق ، اسيايي هېوادونه او شرقي اروپا لا هم د لويديځ په پرتله دا ارزښتونه ژوندي ساتلي دي او لا هم پکې په کم و زيات توپير ټينګ دي او تر يوه حده عملي کېږي هم لکه اسلامي ټولنې، او نورې هغه ټولنې چې محتاطانه او محافظه کارانه اصول لري د مثال په توګه په چين، جاپان، هند ، د اسیا لرې ختيځ او په تېره بيا اسلامي هېوادونو کې دا ټولنيز سکښت په ښه ډول ساتل شوی دی او د ختيزې اروپا په پرخه کې بيا د بيلاروس، روسيې او پخواني شوروي په جمهوريتونو کې لا هم د مذهبي او ټولنيزو ارزښتونو اصول تر ډېره حده عملي کېږي او هغسې بې بندوباري لکه په اروپآ، امريکا ، کاناډا او يا استراليا کې د فردي او شخصي ازادي په نامه روانه نشته  د بېلګې په توګه په تاتارستان کې تاتاریان او روسان ( مسلمانان او ارتودوکس مسیحیان ) څنګ تر څنګ ژوند کوي. په بوریاتیا کې، بوریت بودایان او ارتودوکس روسان په دوستانه توګه سره یوځای ژوند کوي. او د قفقاز مسلمانان د روسي عیسویانو سره خپله ډوډۍ شریکوي. په هند کې مسلمانان او هندوان ښه نږدې اړيکې لري چې دا ټول د ټولنیزو اصولو، اړيکو، زغم او يوه اجتماعي قانون پر بنياد دي.
 
خو په اروپا او امريکا کې دا اصول تر ډېره نه عملي کېږي هر شخص او ان هره کورنۍ خپل کولتوري او ټولنيز اصول لري او داسې اجتماعي ټاکلي اصول نشته چې دوی دې سره منسجم او متحد کړي، يوازې کار او کور یې هدف او لکه اوسپنيز روبوټونه کار و خوراک او له هرچا سره چې يې زړه وو جنسي اړيکې یې هدف او موخې دي. د همجنسبازانو او ټرانسجنډرانو بازار ګرم دی او هيڅ داسې اصول او قانون نشته چې دوی له دې ټولنيزو انحرافاتو راوګرځوي  د اروپا او امريکا حکومتونو د فردي او شخصي ازادي په نامه دا خلک تشويقوي او د نر له نر سره او د ښځې له ښځې سره واده او جنسي اړيکې ټينګول د دوی شخصي کار ، تمايل ، خواهش او بيولوژيکي عمل ګڼي.
 
اوس په نړۍ کې د ټولنيزو انحرافاتو پلويانو ته امريکا او اروپا  د (نيو ليبرل باور لرونکو) اصطلاح  کاروي چې خصوصا په اروپا او متحده ایالاتو کې څه پیښیږي واقعا د اندېښنې وړ دي. فرانسه کې لس کاله دمخه شاوخوا یو ميليون خلک د همجنسبازانو د ودونو د قانوني کیدو پر ضد راوتلي وو او دا کار یې د ټولنیزو او مذهبي ارزښتونو خلاف ګاڼه، ځوانانو ، زړو، ښځو او نرانو  ټولو په يوه غږ له خپل دولت څخه غوښتل چې همجنسبازانو ودونه دې نه قانوني کوي خوپولیسو دغه سوله ایز لاریونونه د اوبو د توپونو او اوښکې بهوونکيګاز په کارولو سره ختم کړل. اوس فرانسه داسې حکومت لري چې دوه په ښکاره مشهور همجنسبازان لري، او داسې ولسمشر چې په مکرر ډول د همجنسبازي په برخه کې د فرانسوي رسنیو سرټکی ګرځي. له مذهبي او ټولنيزو ارزښتونو څخه تېښته  په ۱۹ مه پېړۍ کې په فرانسه کې هغه وخت پيل شوه چې د laïcité يا لائیسیته غورځنګ بنسټ کېښودل شو او ديني کتابونه یې د ښوونځي له درسي نصاب څخه لرې کړل او بيا یې په تدريج سره دين هم له هر ډول ټولنيزو کارونو څخه حذف کړ او د دودیز عقیدو ځای د نوي لیبرالیزم لخوا ونيول شو، او عام خلګ د اليګارشيانو يا هغو کسانو لخوا رام او تر لاس لاندې شول  چې په اقتصادي لحاظ بډايه ، د نفوذ خاوندان وو او پر ټولنه یې راج کاوه.
 
تر اوسه پورې د فرانسې حکومت  هڅه کوي د فردي او شخصي ازادي په بهانه په اسلام او نورو اديانو پر پيروانو  دايره را ټينګه کړې او پراخ ولسي لاريونونه پکې ځپل کیږي. رژیم حتی په فرانسوي مطبوعاتو کې یوه اصطلاح لري – مکرونیزم چې پکې فرانسې لومړي وزير (امانويل مکرون) ته اشاره ده، په کوم کې چې نوموړي د سترې پانګې والۍ ، نړیوالتوب ، جنسي تنوع  په نامه فرانسه د متحده ايالاتو په غېږ کې ور وغورځوله او د امريکا پر پله یې روانه کړه.  په دې وروستيو کې ددې هیواد اقتصادي او ټولنیزه پالیسي په واضح ډول په نیویارک کې د هېوادونو د مشورتي بورډ لخوا ترتيبېږي . په وروستيو کې یې ددې پاليسي په لړ کې مسلمانې نجونې د حجاب له اغوستلوپه کلکه منع کړې ،مذهبي سمبولونه یې له عامه ځایونو څخه ایستل کړل. او طنزي مجلې چارلي ابدو په ښکاره ډول د حضرت محمد (ص) کاريکارتون انځور کړ دا ټول تصادفي او يو دم نه دي شوي ددې تر شا يو اوږد داستان دی او دا د مذهبي باورونو او ټولنيزو باورونو څخه د تېښتې يوه کړۍ ده چې د فرانسې حکومت یې تر شا ولاړ دی.
 
دا خوځښت په ټوله اروپا کې په پراخ ډول خپرېږي ، د اروپا تر شا ملاتړی بيا د امريکا متحده ايالات دی چې په نړۍ کې ددې ټولې پروسې مشري کوي. شمالي امریکا خو د نړۍ د LGBT غورځنګ مرکز دی. د وروستیو ټولنیزو څیړنو له مخې، شاوخوا ۳۰ فيصده امریکایی ځوانانو پر همجنسبازۍ او دا ډول اړيکو درلودلو اعتراف کړی، چې د پخوانیو اندازو څخه خورا ډیر دی. او متحده ایالات په کلکه په ټوله نړۍ کې د جنسي اقلیتونو حقونه د مدني حق ؟! په نامه ساتي.
 
او بله جالبه یې لا داده چې اروپايي او امريکايي سياست مردان  له خپلو ټولنيزو او کلتوري اصولو دومره منحرفې دي چې زياتره هغه سياسي اشخاص چې اروپا رهبري کوي لونډان يا په اصطلاح هغه کسان دي چې فاميلونه او ماشومان نه لري، لکه د جرمني چانسلر اولاف شولز، د رومانيا ولسمشر کلوس يوهانس، د مالدويا ولسمشر مايا سانډو، د هالنډ لومړی وزير مارک روټ، د سويډن لومړی وزير سټيفن لوفين، د اروپا د کميسيون مشر ژان کلاډ يونکر او داسې نور... له دوی يوه دوره مخکني یې لکه انګېلامېرکل، د ليتوانيا ولسمشر داليا ګريباسکايټ، د برتانيا پخوانۍ لومړۍ وزيره تيرا مې او د ايټاليا لومړی وزير پاولو سلويري هم ماشومان او کورنۍ نه درلودلې ، په فردي او انفردادي لحاظ دوی ماشومان نه لري او په رواني لحاظ کوم خلک چې ماشومان نه لري هغوی ماشومان نشي درک کولای هغوی د هغو په غوښتنو او راتلونکي نه پوهېږي  هغوی نشي درک کولای  او چندان یې په کيسه کې نه وي.