علامه عبدالشکور رشاد علمیت

د افغانستان نامتو لیکوال، شاعر، څیړونکی، سیاستمدار، نابعه، جعرافیه پوه او استاد اکاډمیسن پوهاند علامه عبدالشکور رشاد  یوه ورځ سخت ناروغ شو چې د روغتیا لپاره جرمني هیواد ته واستول شو، کله چې جرمني هيواد کې بستر شو د یوې میاشتې په موده کې يې د روغتون نرسانو څخه جرمني ژبه زده او د ۲۰۰۰ لغاتو قاموس يې هم په جرمني ژبه کې ولیکلو او ټولنې ته يې وړاندې کړ. 
 
دا یې د نابعه ګۍ لوی ثبوت دی او تر۱۳۹ پورې يې چاپ او ناچاپ اثار رسیږي پر شپږو ژبو باندې برلاسی وو، علامه عبدالشکور رشاد په نړۍ او افغانستان کې یو لوی او غټ نوم دی که ووایو چې رشاد د افغانستان د پوهانو څخه مخکې دی نو مبالغه به نه وي، لیکوالانو د رشاد په  ژوند او فرهنګي فعالیتونو په اړه يې لسګونه اثار لیکلي او خپره کړې یې دي.
 
علامه رشاد ټول ژوند د ادبي اثارو په تالیف، فرهنګي فعالیتونو، دې ټولنې د ځوان قشر په روزلو تیر کړ. د نوموړي کورنۍ ټول غړي په خارج کې استوګن دي. څو ځلې رشاد څخه اولادونو خارج ته د تګ غوښتنه وکړه خو علامه رشاد بیا له دې کار انکار وکړ او ژوند یې د ټولنې ځوان قشر روزلو ته وقف کړ. د علامه رشاد شخصیت، اثارو او اندونو دا ثابته کړه  چې رشاد یو پوهنتون او یوه علمي اکاډمي ده.