ښاري ځنګلداري(Urban Forestry)

ښاري ځنګلداري  د ټولنیزې ځنګلدارې یو ځانګړی ډول دی، چې په ښارونو کې د مختلفو نباتاتو د  کښت او څیړنو څخه بحث کوي.

دغه ځنګلداري په کورونو، عبادت ځایونو، پارکونو، دولتي ځایونو او صنعتي ځایونو کې د نباتاتو د کښت څخه بحث کوي.
 
د ښاري ځنګلدارې ګټې:
 
هوا تصفیه کوي.

خیواناتو لپاره پناګاه برابروي.

خلکو لپاره د تفریح او استراحت ځایونه برابروي.

اقلیم معتدله کوي.

د باد سرعت کموي.

په ښارونو کې په ګرځیدونکو خلکو باندې سیوری جوړوي.

د ګرد غبار او د  دوړو مخنیوی کوي.

د انسانانو د تغذیې ستونزې تر یوه حده کموي.

امراض( ناروغۍ) کموي.

خلکو ته د کار زمینه برابروي.

د خاورې ککړتیا Soil polution، د اوبو ککړتیا Water polution،  د غالمغال ککړتیا   Noise polution او هوا ککړتیا
Air polution کې کمښت راولي.
تحقیقاتو څیړنو دا ښودلې ده چې ښاري ځنګلداري د دماغو (مغز) د روغتیا لپاره ګټور ده. 
وړاندیزونه:
افغانستان کې ښاري ځنګلونه کم دی، د دغو ځنګلونو شمیر باید زیات شي.

د ښاري ځنګلونو یا طبیعي ځنګلونو مراقب او ساتنه باید ترسره شي.

دا ځنګلونه باید روغتونونو،  تعلیمي ځایونو او د ښارو په بیلابیلو سیمو کې باید پلان شي،  ځکه ډیرې ګټې لري او د انسان په روان مثبت اثر (اغیز)  لري.