د يمن او افغانستان شريک برخليک

که د افغانستان او يمن هېوادونو سياسي- ټولنيز تاريخ او اوسني حالت ته ځير شو معلومېږي چې دواړه تقريبا له يو ډول برخليک سره مخ دي، د دواړو ماضي له پرديو سره له جګړو او خپلمنځي جګړو ډکه ده ، يمن خو لا يو ګام نور هم مخکې تللی وو او کلونه کلونه په شمالي او جنوبي يمن ويشل شوی و.  اوس بيا يمن د امريکا او انګلستان د بمونو او توغنديو ښکار شوی دی، په ټولنيز لحاظ بيا د دواړو ( افغانستان او يمن) خلک د فقر او تنګلاسی له اړخه په ښه حالت کې نه دي.  د يمن اوسېدونکي یې د ګاونډيو هېوادونو عمان او سعودي د وګړو د ژوند په پرتله په ډېر بې وزله او کمزوري حالت کې اوسېږي.
 
يمن د جغرافيا په لحاظ د اسيا په سويل لوېديځ کې د سعودي عرب او عمان تر منځ د باب المندب تنګي په خوله کې په يو ستراتيژيکه سيمه کې پروت دی چې سور سمندرګی له هند سمندر سره تړي، دا تنګی په نړۍ کې د سوداګريزو کښتيو د تګ راتګ يوه فعاله او مهمه لاره ده.
 
 يمن د ۱۹۶۲ تر ۱۹۹۰ کلونو تر منځ په دوو هېوادونو شمالي او جنوبي يمن تجزيه شوی وو او له هغه وروسته دواړه هېوادونه سره متحد شول او د يمن جمهوريت یې رامنځته کړ، خو ډېر وخت یې ارامه ورځ ونه ليدله.  د ۲۰۱۲ کال د شمېرو له مخې له ۶۰ تر ۶۵ فيصده پورې د يمن خلک سني او د ۳۵ او ۴۰ فيصدو پورې شيعه مسلمانان  دي.
 
له افغانستان سره یې فرق اوس دادی چې يمن په اوس مهال کې د دوو دولتونو درلونکی دی  چې د يمن شمالي او جنوبي برخې تر کنترول لاندې لري. د دواړو دولتونو مبارزه د يمن په سراسري کنترول باندې روانه ده خو اوس په يوه اوربند باندې سره هوکړې ته رسېدلي دي او نسبي ارامي ده خو د امريکا او انګلستان سره د سره سمندرګي د نړيوالو بار وړونکو کښتيو پر سره د جنجال له امله اوس يمن د ددې هېوادونو له توغندويزو حملو لاندې دی.
 
 امريکا او متحدين یې  پر يمن د حملو په ملاتړ کې ادعا کوي چې د يمن حوثيانو د سور سمندرګي په نړيوالو اوبو کې سوداګريزې کښتۍ په نښه کړې دي او دا چې ددې کښتيو تګ راتګ بندېدل نړيوال اقتصاد ته تاوان پېښوي په يمن یې حمله پيل کړې، پر يمن باندې د حملو له پيل لږ وړاندې د متحده ایالاتو او جاپان تر فشار لاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ورته پریکړه لیک د يمن پر خلاف تصویب کړ،  پریکړه لیک مبهم وو او په حقیقت کې د برتانیا - امریکا ایتلاف ته يې دا اجازه ورکوله چې په يمن بريدونه پيل کړي.
 
لندن او واشنگټن د یمن په خلاف خپلو حملو ته په داسې حال کې دوام ورکړی دی چې دا تېرې اوونۍ یې په يمن دومره سختې بمباري وکړې چې ددې حملو په دې لنډ تاريخ کې بې ساري وې. پر يمن د برتانیې او متحده ایالاتو  توغندیويز بریدونه کولی شي د يوې اوږدې جګړې لامل شي چې له ټولې سیمه به يې دودونه وخېژي.
 
له پوځي موخو ور هاخوا د يمن ملکي  بنسټونه هم په نښه کېږي. د جنورۍ په  او فبروري په مياشت کې په پلازمېنه صنعا کې د بريتانيا په راکټي بريدونو کې حکومتي ودانۍ ويجاړې شوې دي، هوايي ډګرونه يې ويجاړ کړل، برتانوي توغندي د استوګنې په سيمو  ولګېدل او د هره ورځ د ملکي وګړو د وژل کېدو خبرونه ورکول کېږي.
 
يمن چې دا څه موده د کورنۍ جګړې او له اماراتو او سعودي سره له جګړې لږ را کرار شوی وو اوس یو ځل بيا د امريکا او برتانیا د حملو ښکار شو چې له دې ايتلاف سره اوس د کاناډا او استراليا په ګډون نور هېوادونه ملګري شوي دي ، تېره شپه ان پرې شپږو هېوادونو په يو ځايي ډول بمباري وکړې.  یمن یو ځل بیا د کورنۍ او باندنۍ جګړې منځته ورکشول کېږي ، چې په تدريج سره به ګاونډیو هیوادونو ته  وغځول شي او ټوله عربي نړۍ به تر پوښښ لاندې راولي. ښایي دا دقیقا هغه هدف وي چې انګلستان او ملګري یې لري چې اوبه خړې کړي او کبان ونيسه!
 
په حقیقت کې، برتانوي چارواکو او د هغوی متحدینو د خبرو پر ځای  په ډېر توند ډول  له زور او ځواک څخه کار واخيست، او د عربي نړۍ او په ځانګړي ډول د يمن په وړاندې یې د تېري لپاره بهانه موندله. نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول د جګړې د زیاتیدو خطرونو په اړه اندېښمنه ده او د قانوني حللارې د پيدا کولو غوښتنه کوي. په سره سمندرګي  کې د تګ راتګ خوندیتوب باید د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون پر بنسټ د ګډو هڅو له لارې حل شي.
 
که د برتانیې او امريکا توغندیز بریدونه بند نه شي، یمن به د غزې تړانګې په برخلیک اخته شي ، له امله به یې په سلګونو او زرګونو خلک ووژل شي او بې ساري وراني به رامنځته کړي. پر يمن  باندې د حملو بېلګه د سیمې ټولو هېوادونو ته خبرداری دی چې د لويديځ ایتلاف له کړنو سره موافق نه دي.
 
په اوس مهال کې په منځني ختيځ کې د غزې په تړانګه او سور سمندرګي کې اوربند او  سملاسي جنګ بنديز کولای شي چې سیمه له لا ترینګلتیا وژغوري او د ملګرو ملتونو او ټولو هغو نړيوالو بشر دوسته هېوادونو وظيفه او وجيبه ده چې د سياسي او سوله ييز حل  لارې او فشارونو له امله ښکېلې غاړې خبرو ته کېنوي او د بې وزله انسانانو وژنې  او ورانيو د مخنيوي لپاره اقدامات هرڅومره ژر چې کېږي ترسره او د لا نورې بربادي او قتل عامونو مخه ونيسي.