زمونږه د هېواد رسنۍ په ټوله کې د پښتو ګرامر ته ځانګړې پاملرنه نه ده کړي په ځانګړي توګه هغه رسنۍ چې ډېری خپرونې يې په درې ژبه باندې وي هغوي ده پښتو الفبا د کارولو لپاره هيچ ځانګړې پاملرنه نه ده کړي حتا هغوي د اشخاصو نومونه هم په غلطه سره ليکې ، په راپورنو کې خو خورا ډېر داسې املا کارول کيږي چې په کې مؤنث په مذکر بدل شوي وي يا مذکر په مؤنث سره ګډوډ شوي وي ..
نه پوهيږم دوي ولي د پښتو الفبا ته خاصه توجه نه کوي نه يې د پښتو ګرامر ته پام شته ، نه د ايډيت برخه سمه ده . هغه رسنۍ دا کړنې ترسره کوي چې ښه شهرت لري ډېر ليدونکي لري ولي د پښتو برخه يې ډېره له کړاو سره مخامخ ده کومه ځانګړې توجه نه ده ورته شوي ټول ګرامر ورسره په ستونزو کې وي.
پښتو يا درې ژبه دواړه د ملت رسمي ژبې بلل کيږي دواړې ژبې د پوره اهیمت څخه برخمنې دي ځکه بايد ورته پاملرنه وشي تر څو لا پرمختګ وکړي په بيلابيلو برخو کې کارول ، يايې پر دغو ژبو باندې خبري کول دا هم دوي ته اهمیت ورکولو کې شمېر کيږي . ولي پر ځاي کارول ، ژباړې ، کتابونه پر ليکل هم دوي ته په خدمت کې حساب کيږي . ډېرو رسنيو هغه کوم چې په درې ژبه خپرونې لري يا په پښتو ژبه دواړې د پښتو الفبا په کارول کې خوار ستونزې لري.
دا ستونزه ډېره په درې ژبو رسنیو کې ليدل کيږي ولي پښتو ژبې رسنيو هم ورڅخه خلاصې نه دي په هغو رسنيو کې هم دا ستونزې شته چې د ګوتو په شمېر دي. دوي ته هغه وګړي پام کوئ چې د رسنيو ډېر ليدونکي وي يا خوښيږي، هغو هم په ياده برخه کې پوره تجروبې څخه برخمن وي يعني په پښتو برخه کې يې لوړې زده کړي کړي وي ځکه دا ستونزې يوازې دوي کولي شي رابرسيره کړي . د رسنۍ دغې اشتباهاتو ته ګوته څنډنه وکړي تر څو وکولي شي ياده ستونزه حل کړئ شي يا سالم نقد پرې وکړي.
هغه املايي اشتباهات چې په درې ژبو رسنيو کې ډېر ځلې ليدل کيږي هغه په راپور کې د اشخاصو نومونه دي په دې نومونو کې ډېر داسې شوي دي چې مؤنث په کې مذکر شي يا مذکر په کې مؤنث شي همدارنګه په ليکلو کې هم ځينې الفبا حروفونه په درې ژبه باندې ليکل شوي وي په نومونو کې لکه:
نجيب ځدران اوس په پښتو کې صحیح ليکل شوي دي ولي په دري ژبو رسنيو کې بیا دوي داسې ليکلی
نجيب زدران چې بیا دا ناسم بلل کيږي له املايي اړخه هم غلط وي هم په الفاظو کې په ښکاره توګه نه ادا کيږي، دا يوه کوچني بيلګه وه د هغو رسنۍ.
رسنۍ بايد د پښتو برخې لپاره په ځانګړې توګه د پښتو ايډيت په برخه مسلکي کسان په دنده وګماري همدارنګه پښتو ژبې ته ځانګړې پاملرنه وکړي له خپل پام څخه ونه غورځوي ځکه چې دا هم د ملت ژبه ده يعني بې احترامي ورته ونه کړي دا چې دوي هم خپل ژبه لري هغوي کاروي تر څنګ يې د ښه پر مختګ لپاره پښتو الفبا ، ګرامر ته پوره پوره توجه وکړي . دا ستونزه غير مسلکي کسانو رامنځته کړي ده ولي د ستونزې حل لاره يوازې دا نه چې په موخه يې مسلکي کسانو ګمارل وي بلکې د پښتو ګرامر ،الفبا تورې په سم ډول کارول کولي شي هر څه سم کړي دقت باید د سرعت قرباني نه کړي ځکه چې دا يو اساس دي په ژورنالېزم کې چې کله کله دا کړنې ډېرې رسنۍ ترسره کوي هيچ ډول ورته توجه نه کوي.
وروستي