غربي دموکراسي یا وحشت!

د غربي  دموکراسۍ تمثیل، د بشر دحقوقو څخه ننګه او د بیان د ازادی شعارونه د لویدیځو هیوادونو د واکمنانو لخوا د نورو هیوادونو د مادي او معنوي بډایې د چور او چپاول لپاره  کارول کیژی. 

په ١٩ او ٢٠ پیړۍ کې د لویدیځو هیوادونو واکمنانو  په اسیایي، افریقایي، لاتینې امریکا او عربي هیوادونو باندې  پوره کنترول درلود او ټولې طبیعي سرچینې یې ددې هیوادونو لوټې کړي. دوی کوشش کولو چې دغه هیوادونه د علم او پوهې څخه لیرې وساتي تر څو د دوی د غلامی زنځیر په غاړه ولري..

د شلمې پیړۍ په نیمایي او د یوویشتمې پیړۍ په پیل کې یو شمیر  هیوادونو وکولای شول  د دوی استعماري او استثماري واکمنیوته د پای ټکی کیږدي.   ددې لپاره چې  دوې د پخوا په شان  خپلو غلاوو او وحشتونو ته ادامه ورکړي نو د دموکراسۍ، د بشر د حقوقو د ننګې او د بیان د ازادی شعارونه یې رامینځته کړل. 

هغه هیوادونو ته چې د غرب استعماري او استثماري سیاست نور د منلو وړ ندی، غواړی د نړی په نقشه کی د ازاد هیواد او اولس په توګه ژوند وکړی، سمدلاسه پر دوی تور لګول کیژی چی ګواکی د دموکراسی، د بشر دحقوقو او د بیان د آزادی ضد دی. د ٢١ پیړی په پیل کی د تروریزم شعار هم ور ایضافه شو . په اصل کی د تروریزم جوړونکی، تربیه کونکی او ملاتړ کونکی  هم دوی دي. 

 غربیانو د امریکا په مشری پدی وروستیو ٣٠ کلونو کی  په هغو هیوادونو چی د دوی تر سیوری لاندی نور نه غواړی ژوند وکړی،   د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف  لکه د دموکراسی د اصل، د بشر د حقوقو  او د بیان د ازادی خلاف پر دغه هیوادونو پوځی یرغلونو پیل او ددی هیوادونو رژیمونو ته یی د پای ټکی کیښود او خپل لاسپوڅی یی قدرت ته ورسول.

هغه هیوادونه چی د دوی غلامی ته یی سر ټیټ کړی، که هر ډول جنایات سرته ورسوی هیڅ خبره نشته.

د مثال په توګه د پښتون ژغورنی غورځنګ له شپږو کلونو راپدی خوا د پاکستان د وحشتونو او ظلمونو خلاف  سولیزی مظاهری کوی. ددی لپاره چی پاکستان د امریکا او انګلیس لاسپوڅی هیواد دی، نه یوازی د پښتون ژغورنی غورځنګ غږ چا ندی اوریدلی بلکی د مظاهرو په پای کی د دوی مشران جیلونو ته بیول شوی او هلته په میاشتو بندی  پاتی دی. 

 څو ورځی مخکی په پخوانی  یوګسلاویا کی چی اوسنی نوم یی سربیا دی ټاکنی وشوی ، د لوديځ طرفدارانو ماتی وخوړه ، نو سمدلاسه  د امریکا او اروپا په لمسون  مظاهری راووتلی، چی ګواکی پدی ټاکنو کی د دموکراسی اصل ندی مراعات شوی. امریکا او اروپایی مشرانو د یوګسلاویا له جمهور ریس څخه غوښتنه وکړه چی  حکومت باید د مظاهره کونکو غوښتنو ته احترام وکړی او په یو شمیر ولایاتو کی ټاکنی بیا تر سره شی . دا پدی خاطر چی سربیا  د یوه ازاد هیواد په توګه په روسیه باندی د دوی بندیزونه نه منی. 

له بلی خوا  دری میاشتی کیژی چی اسرایلی پوځ د فلسطینیانو په وژلو بوخت دی، تر اوسه ٢٢ زره فلسطینیان وژل شوی چی زیاتره یی ماشومان او ښځی دی . ددی لپاره چی اسرایل د امریکایانو ملګری دی ، هیڅ خبره نشته.

مونږ باید د غربیانو تش په نامه د دموکراسی ، د بیان د ازادی او د بشر د حقوقو  په شعارونو باور ونکړو . دا شعارونه د دوی د استعمار او استثمار لپاره دی او بس.

مونږ باید د خپل هیواد ملی ګتو او ارزښتونو ته وفادار پاتی شو . د خپل هیواد د ځمکنی بشپړتیا ، امن ، استقلال ، پرمختګ  او ملی یوالی د پیاوړتیا لپاره  کار وکړو . دا کار هغه وخت کولای شو چی ددی هیواد د  زلمیانو او نجونو پر مخ د علم او پوهی دروازی پرانیستل شی او د ملی یوالی ټینګ بنسیټ کیښودل شی . د افغانستان کورنیو او بهرنیو دوښمنانو ته د لاس وهنو بهانی پاتی نشی .