د روغتیايي معلوماتو مدریتي سیستم (HMIS) څه دی؟

بشري نړۍ د خپل پرمختګ لپاره د لومړنیو آسانتیاوو رامنځته کولو څخه په ګټنې د مدنیتي ژوند پرمختګ بهیر کې د ټیکنالوژیک سیستم تر یو کلیک ځان راورسولو، چې دې ټولو پړاوونو د هڅو او سختو زیارونو پایله کې بری وموند او د ژوند آسانتیاوې یې رامنځته کړې.
 
د کاغذ له رامنځته کېدو مخکې پر پاڼو، لرګیو او د حیواناتو پر څرمنو لیکل کېدل او په سخته ساتل کېدل، چې د کاغذ رامنځته کیدو او پر هغه د لیک او بیا د لیکل شویو معلوماتو زېرمه کول او ساتل هم سخته چاره وه، تر دې چې د ټېکنالوژۍ رامنځته کېدو فکر پیدایښت او بیا پرمختګ هم آسان نه وو.
 
له تاریخ را نېولې بیا تر نورو څانګو پورې د معلوماتو او اسنادو ساتلو لپاره د ګڼو آسانتیاوو رامنځته کېدو ته اړتیا وه، ځکه د معلوماتو لټون له لویو یادښتې کتابونو زیات امکانات غوښتل خو عصري ټېکنالوژۍ هره برخه کې دا ستړې په راحتونو بدلې کړې. د یو روغتون معلومات په لویو ژورنالونو کې ساتل کیدل او د نویو ثبت شویو درملنه شویو، رخصت شویو، نویو زېږیدلو، مړو او اړتیا وړ موادو په اړه د ارقامو او معلومات راټولولو زیات وخت او کاري ځواک غوښت، خو د ټېکنالوژۍ رامنځته کېدل دا هر څه تر یو آسان کمپیوټري سیستم رامحدود کړل، چې هغه د روغتیايي معلوماتو مدریتي سیستم (HMIS) دی.
 
د روغتیايي معلوماتو مدیریتي سیستم څه دی؟
د روغتیايي معلوماتو مدیرتي سیستم (HMIS) هغه سیستم دی چې د کیفي او کمي ( څرنګوالي، څومره والي) شاخصونو پر بنسټ ولاړ دی او د معلوماتو په راغونډولو، پروسس یا اوډون، تجزیې او شننې او خپرولو سره د عامې روغتیا وزارت د لوړیتوبونو پر بنسټ د خدماتو وړاندې کولو ښه والي او د هېواد د روغتیايي وضعیت ښه کېدو لپاره کارول کیږي.
 
تر ټولو مهمه دا چې له دې سیستم څخه تر لاسه شوي معلومات د علمي او مسلکي روزنې او تحقیقاتو برخه کې هم کارول کیږي.
 
دا مهم سیستم د معلوماتو راغونډولو او د نظر ورکولو لپاره د کړنچارو او کړنلارو روښانه او تشریح کولو په موخه رامنځته شوی دی. پر دې سربېره له دې سیستم څخه د راپور ورکولو او د مخکینیو فورمو ډکولو لپاره د اړتیا وړ معلوماتو شننه او د نویو معلوماتو سیستمونو لارښوونو سره د بدلون وړ آسانتیاوې هم لري. څو په دې ډول د ټولنې په کچه د روغتیا خوندیتوب کې د پام بدلون او پرمختګ رامنځته شي.
 
پر پورته اهدافو یا موخو سربېره باید دا هم په پام کې ولرو چې ددغه سیستم معلومات کومې ځانګړنې ولري څو په معیار برابر او ورنه وړ ګټه واخېستل شي، چې دلته به یې په لنډ ډول روښانه کړم؛ په روغتيايي مرکزونو کې د کار د زیاتوالي مخنیوی، د معلوماتو کره والی، اړوند والی او ارتباط درلودل، د پوهېدو وړ، د چمتو کولو او محاسبې په برخه کې اسانتیا ولري او اړین اخلاقي معیارونه باید پکې په پام کې ونېول شي. چې دا ټول موارد یې جلا تشریح ته اړتیا لري، خو دلته چې د مقالې لمن لنډه ده نو اړینه نه ده چې په ټول تفصیل یې بیان کړم، ځکه په نورو مقالو کې به یې وضحات او روښانتیا وړاندې کړم. دلته غواړم چې یوازې ددې سیستم پیژندنې لپاره لنډ وضاحت وړاندې کړم.
 
د سیستم جوړښت او اوډون برخې :
ددغه سیستم لومړۍ برخه کې د سیستم اړوند برخې یا شاخصونه پیژندل شوي او په همدې ډول دویمې برخې کې د فورمو تفصیلي او پراخ معلومات ورکړل شوي دي. په همدې ډول درېیمې برخې کې د (HMIS) سیستم مهمو کړنلارو لارښود ځای شوی او بله برخه کې هم د درېیمي روغتونونو خدماتو لارښوونې وړاندې شوي دي. پر دې سربېره ددې سیستم په نویو نوښتونو کې خصوصي روغتونونو ته هم پام شوی دی او د خصوصي سکتور اړوند روغتیايي خدماتو لپاره لارښوونې پکې ځای شوي دي.
 
په پای کې د یادونې بولم چې (HMIS ) سیستم په افغانستان کې دوه لسیزې مخکې په ۲۰۰۳ لمریز کال کې پیل او د وخت په تېرېدو سره یې د خدماتو پراختیا سره بدلون وکړو او دا بدلون د وخت په تېرېدو سره نور هم پراخیږي، چې په دې تړاو یې تېرې تاریخچې یا مخېنې یادونه اړینه نه بولم، خو ددې سیستم په تړاو به راتلونکو مقالو کې پر نورو برخو معلومات وړاندې کړم.
 
ځکه له دې مقالې څخه مې موخه هم په پښتو ژبه د روغتیايي موضوعاتو پراختیا ده او د (HMIS) سیستم په اړه معلومات په خواله رسنیو او ویب پاڼو کې په نشت حساب دي.