د ۲۰۲۳ کال لوړې ژورې ۲۰۲۴ ته پاتې شوې، آيا هیلې او امیدونه شته؟

۲۰۲۳ کال پای ته ورسېد، خو د نړۍ په ځينو سیمو کې شخړې او لانجې پکې حل نشوې، د ځينو هېوادونو له خوا پر نړۍ د واک چلولو هڅې او ځان غوښتنې لا دوام لري او د دوی د دې ځان غوښتنو او زور ازمویلو له امله د ملګرو ملتونو، امنیت شورا، بشري حقونو نړیوالې ادارې، روغتیا نړیوال سازمان او نورو نړیوالو نهادونو او ادارو شعارونه او هغه اصول تر سیوري لاندې راغلي چې دغه نړیوال ارګانونه يې په نوم او موخه جوړ شوي دي، هیله ده چې په ۲۰۲۴ کال کې ملګري ملتونه سرزورو هېوادونو ته د دوی له خوا د نړیوالو اصولو او دغه سازمان منل شوي مقام ته د نه درناوي په صورت کې نېغ ځواب ورکړی شي او په دې سره خپل پيکه شوی باور بېرته ترلاسه کړي.
 
چین د ۲۰۲۴ کال لپاره خپلې مهمې موخې اعلان کړې
 
 دا طبیعي خبره ده چې د نړۍ د هر لوی او وړوکي هېواد مشرتابه د کال په پیلېدو سره د خپل ملت او حکومتي کار کوونکو لپاره کاري پلان او مهمې موخې اعلانوي چې د وړو هېوادونو موخې یوازې تر خپل هېواد پورې محدودې وي او ځکه د نړۍ د عامه افکاروله خواپام نه ورته کېږي خو د لویو او په نړیوالو معادلو کې د تصمیم نیوونکو هېوادونو د مشران هر پلان د نړۍ لپاره هم خاص اهمیت لري.
 
دا چې په دې وروستیو کې نړۍ له یو لړ اقتصادي،  امنیتي، روغتيايي او نورو ننګونو سره مخ شوې او ځینې هېوادونه هڅه کوي چې پر نړۍ خپل قدرت او اغېزه نوره هم اوږده کړي نو ځکه نړۍوال دې ته ډېره پاملرنه کوي چې لوی قدرتونه څه پلانونه لري او راتلونکی به څنګه کېږي؟
 
چین چې د نړۍ دویمه درجه لوی اقصادي قدرت او په نړیوالو تصامیمو کې اغيزلرونکی هېوادی او د دې هېواد د دولت رییس د چین له مرکزي ټلویزیون او نورو رسنیو له لارې د نوي ۲۰۲۴ میلادي کال د مبارکۍ په پيغام کې یو لړ څرګندونې هم وکړې چې په دوو برخو يې ویشلې وې، یوه برخه يې په ۲۰۲۳ کال کې د چین پر لاسته راوړنو مشتمله وه او بله يې د ۲۰۲۴ کال لپاره د چین موخې او پلانونو ته اشاره وه.
 
ده په خپلو خبرو کې ویلي چې د هېواد اقتصاد يې په تېر کال کې ښه مسیر طی کړی او با کیفیته وده د ښه پرمختګ په حال کې ده.
 
نوموړي د چین د صنعت او ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې د چین له خوا جوړې شوې لويې مسافر وړونکې الوتکې «سی 919  (C919)تولید او سوداګرۍ برخه کې ترې استفاده، شن جو فضايي بېړیو توغېدو، فن دو اوبتل تولید او استفادې وړ ګرځېدو، ګرځنده ټیلېفونونو نوي ماډل تولید او داسې نورو ته اشاره وکړه.
 
نوموړي د ۲۰۲۴ کال لپاره د چین ځینې موخې بیان کړې او ويې ویل  چې دوی باید په کلکه د چین په بڼه عصرې کېدو بهیر ته وده ورکړي، په بشپړه، دقیقه او همه جانبه توګه به د نوي پرمختګ ایډیا عملي کړي، د نوي پرمختګ د جوړښت چارې به چټکې کړي، د با کیفیته پرمختګ چارې باید پرمخ یوسي او په پرمختګ کې لاسته راوړنې ولري.
 
ده دغه راز اقتصادي پرمختګ ته هم اشاره کړې او ویلي يې دي چې د اقتصادي ودې لپاره باید ثابت او اوږدمهاله پرمختګ ته دوام ورکړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون چارو ته وده ورکړي.
 
نوموړي ویلي چې چین یوازې د ځان نه، بلکې د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره هم کار او هڅې کوي.
 
شي جین پينګ د خپل پيغام په یوه برخه کې د تعليمي، علمي او ټکنالوژيکي چارو پر ودې او پرمختګ هم ټینګار کړی او ویلي يې دي چې په دې برخو کې باید لا ډېرې هڅې وشي با استعداده کسان و روزل شي.
 
د چین د دولت رییس چینا یان سوله خوښوونکي وبلل او ويې ویل چې دوی له نړۍوالې ټولنې سره یو ځای د بشر د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو کارونو ته دوام ورکړي.
 
ده که څه هم د کوم هېواد نوم وانه خیست خو زیاته يې کړه چې د نړۍ په ځینو سیمو کې د جګړې د اور لمبې بلې دي او خلک د سولې قدر ښه پېژني.
 
نوموړي زیاته کړه چې چینایان سولې ته په ارزښت قایل دي او غواړي چې له نړۍوالې ټولنې سره په ګډه او د بشر ګټو ته په کتو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړېدو چارو ته دوام ورکړي او لا ښه نړۍ به جوړه کړي.
 
نتیجه:
د دغه پیغام محتوا که په څو ټکیو کې را لنډه کړو دا ده چې دوی ډېره پاملرنه اقتصادي، علمي، تعمليمي، روغتيا او په ټول کې عام المنفعه کارونو ته اړولې.
 
که څه هم په دې پيغام کې د کوم هېواد نوم ته اشاره نه ده شوې خو داسې ښکاري چې اشاره يې د اوکراین او روسيې او دغه راز اسراییلو او فلسطین مسئلې او په غزه کې روانې جګړې ته وه.
 
د نوموړي له خبرو دا استنباط کېږي چې چین د جګړې پلوی نه دی او ځان به د چا په جګړه کې ور ګډ نه کړي، بلکې له نړۍوالې ټولنې سره په ګډه د سولې د تامین او ټینګښت لپاره هڅې کوي او باور لري چې جنګ او تقابل ستونزې نشي حلولای، بلکې د ستونزو معقوله لار سوله او یو د بل ګټو ته درناوی دی.