د واروریڼ پړانګ هستوګنځایونه:
واورین پړانګ په هسکو سیمو کې اوسېږي یانې له آلپي اقلیم او د افغانستان له ختیځه، همالیا، فلات تبت، ساېبېریايي، مغولستان او همدارنګه تر خیتځ چینه پورې خپاره دي. دا ژوی معمولا له ۳۰۰۰ تر ۴۵۰۰ متره لوړو سیمو کې ژوند کوي لیکن کله کله په همالیا کې تر ۵۵۰۰ متره لوړوالي پورې هم پورته کیږي. د خپلو اوسېدو سیمې په شمالي برخو کې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ متره ارتفاع پورې لیدل شوي دي. د واورین پړانګ د اوسېدو سیمه د هغوي د ښکار له غرنېو اوزو، پسونو، مېږو، سوېو، غرنېو غوایانو او نورو ژوو پورې تړلې ده. وايي چې په افغانستان کې پړانګان له ۲۰۰تر۳۰۰ سره پورې شته دی.
واورین پړانګان د اوسېدلو پراخه سیمه لري چې نږدې ۲.۳ مېلیون کیلومتر مربع ته رسیږي، نوموړی پړانګان د مرکزي اسیا په لوړو غرونو کې په خواره واره ډول اوسېږي. چې د اوسېدو ځای له همالیا د غرونو له سیسټم، همداراز بوتان، نیپال او د روسیه د ساېبریا تر سیمې رسېږي. که چېرې د دوي د اوسېدو سیمې ته کوم بل نااشنا پړانګ ننوزي، د سیمې نارینه پړانګان یې په خپله اوېجه (قلمرو) کې نه پرېږدي ځکه دوي دا سیمه خپل ګڼي او پردی نه مني.
په ۲۰۱۶ کې د واورین پړانګ د او سېدو ځاي او په هره سیمه کې یې شمېر؛
هېواد |
د پړانګ تخمین شوی شمېر یې |
افغانستان |
۲۰۰-۵۰ |
بوتان |
نه دي تخمین شوي |
چین |
۴۵۰۰ |
هند |
۵۲۴-۵۱۶ |
قزاقستان |
۱۲۰-۱۰۰ |
د قرغز جمهوریت |
۳۵۰-۳۰۰؛ ۳۵۰-۴۰۰ |
منګولیا |
۱۰۰۰ |
نیپال |
۴۰۰-۳۰۱ |
پاکستان |
۲۵۰ |
روسیه |
۹۰-۷۰ |
تاجکستان |
۲۸۰-۲۵۰ |
ازبکستان |
۵۰-۳۰؛ ۸۰-۱۲۰ |
ټول |
۷۸۸۴-۷۳۶۷ |
د واورین پړانګ خواړه:
واورین پړانګ په سهار او ماښام کې ډېر فعال وي. ګرځند دی او هره ورځ له ېوه ځایه بل ځای ته حرکت کوي او د ورځې په اوږدو کې څو ځلې خپل بسترځای بدلوي. مخکې له دې چې واورین پړانګ د اوسېدو لپاره بله مناسبه سیمه نه وي موندلي، په ېوه ځانګړې سیمه کې د څو اونېو لپاره اوسېږي. غوښې خوړونکی او ېو وخت پېژندونکی ښکاري ژوی دی چې د هر ډول غوښینې زېرمې مخ نه اړوي که د اهلي مړه ژوی جسد هم لاسته ورغی، خوري يې. هغه څاروي چې دا پړانګ یې ښکار کوي معمولا له ۳۶ تر ۷۶ کېلوګرامه وزن لري. واورين پړانګ پسونه، اوزې، همالیایي غرنۍ اوزې، همالیايي نیلي پسونه او مارخورې هوسۍ ښکار کوي. که چېرې نوموړي ژوي و نه مومي د سارايي موږکانو، بې لکۍ سوۍ، الوتونکي او نورو ژوو پسې که په لاس ورشي په خوراک یې اسره نه کوي. کله چې انسان وګوري تښتی او که ډېر مجبور نه شي په انسان یرغل نه راوړي.
رپوټونو ښودلې چې پړانګ سره له دې چې د نورو ژوو په پرتله وړوکی دی خو تر ۹۰۰ کېلوګرامه وزن پورې ېو نر افریقايي غوایا هم پړانګ ښکار کړی دی. د چین په سویل کې د وولونګ ملي طبیعي زیرمو کې یوې څیړنې د وخت په تیریدو سره د چیتا په رژیم کې بدلون ښودلی؛ د اوو کلونو په اوږدو کې، د نباتاتو پوښښ کم شوی، او پړانګان له وخته په ګټه اخېستنې سره د ایلافوډس سیفالوفس (Elaphodus cephalophus) هوسېو د کمښت له کبله چې د پړانګانو خوراک دی او اوس د ورکېدو په حال کې دي، له همدې کبله د بانس موږکانو (Rhizomys sinense) ښکار ته مجبور شوي دي.
په ژوند کې د پړانګ ګټې:
- پړانګ د ېو لوی ښکاري په توګه، د جوړ او سالم ایکوسیستم په ساتلو او ژغورلو کې مهم رول لوبوي. دا ایکوسیستم دواړو یانې طبیعت او خلکو ته تازه اوبه ، خواړه او ښه روغتیا برابروي.
- د پړانګ د بدن ټولې برخې په بازار کې ځانګړی ارزښت لري؛ هډوکي یې په دودیزو درملو کې کارول کیږي، څرمنه یې د کوټ، کورتۍ، کالېو او د غالۍ په توګه کارول کیږي. غوښه یې په ځنو خوړو کې کارېږي او وړۍ هم خورا قیمتي دي.
- د پړانګ له پوستکي غالۍ جوړېږي چې د کورني سینګار په توګه کارېږي. داسې هم انګیرل کیږي چې په ځنو فرهنګونو کې دا د پړانګ پوستکی د هغې کورنۍ او یا ټولنې د شتمنۍ نښه او ویاړ دی.
- پړانګان یوازیتوب خوښوي او د اوسېدانې سیمه یې ډېره پراخه وي، موخه یې د نورو ژوو د ودې او نسل د زیاتېدنې لپاره د ېو چتر جوړول دي. یانې هغوي هم باېد په سیمه کې ژوند وکړي او نسل یې زیات شي. وايي چې (پیشو د الله د رضا لپاره موږک نه نیسي) پړانګان هم د نورو ژوو د نسل د پراختیا لپاره ځای او سیمه چمتو کوي چې ګوندې په ګانده کې یې د خوړو په موخه وکاروي. په ځنو فلمونو کې به مو لیدلي وي چې که پړانګ چېرې ډېر وږی نه وي نو هوسۍ، غرني پسه یا غرني غوايي او نورو کوچنی بچی په مخه ورشي نه یې خوړي. موخه یې داده چې هغه ستر شي او د د نوموړي د خوړو د خونديتوب لامل شي.
- پړانګ د ژوند د چاپېریال په ساتنه کې مرسته کوي. پړانګ د ېو ستر ښکاري ژوي په توګه وحشي ژوي په خپلې اوېجې (قلمرو) کې د خپل چتر لاندې ساتي، زیار باسي چې خپل چاپېر روغ وساتي. دوي په طبیعي ډول په وحشي ژوند کې دا کار کوي. پړانګ ناروغ، کمزوري او زاړه ژوي خوري او نه غواړي چې څړځایونه د ناجوړو، کمزورو او زړو ژوو له کبله زیانمن شي. له بله پلوه هغه ژوي چې شمېر یې ډېرېږي ښکار کوي یې او نه پرېږدي چې څړځایونه له حده زیات وکارول شي. یانې طبیعي توازن ساتي.
- پړانګان ډېری د دریم لګښتګر په توګه پیژندل کیږي یانې د خوړو د زنځير په هسک پړاو کې قرار لري او یا په درېمه ډله کې شمېرل کیږي، پدې معنی چې دوی د دوهم لګښتګر یانې غرنۍ هوسېو، غرنېو پسونو، غرنېو غوایانو، سوۍ، بیزوګانې او نورو غوښې خوري او همداراز له لومړنېو لګښتګرو د کور، او استراحت لپاره هم کار اخلي. په غیر رسمي ډول ویل کیدی شي چې پړانګ د خوړو د زنځیر په پاسنۍ برخه کې ځای لري.
- پړانګ ستر ښکاري دی چې د خوړو د سلسلې د زنځیر په پاسنۍ برخه کې ځای لري. د ځنګلي ژوو نفوس په کنټرول کې ساتي، په دې توګه د هغو وښو او بوټو په منځ کې چې وحشي ژوي یې تغذیه کوي توازن ساتي. له همدې امله په ځنګل کې د پړانګانو شتون د ایکوسیستم د هوساینې نښه ده.
- پړانګان ېو له کلیدي ډولونو دي، په هغه اوېجه کې چې دوي ژوند کوي د ایکوسیستم د بشپړتیا لپاره مهم ګڼل کیږي. په خپل استوګنځای کې د نبات او ژوي تر منځ توازن ساتي چې په دې ترڅ کې نباتي اېکو سیستم په هسکو سیمو کې د اورښت د اوبو د تنظیم لامل ګرځي چې پاېله کې د ځمکې لاندې اوبو کچه لوړيږي، د زمکي پرمخ د روانو اوبو د بهیر په ترڅ کې د خاورې تخریب کمېږي او په طبیعي توګه د اورښت د اوبو منظم مدیریت ترسره کیږي. ورته چاره د ېو بسیا، مرفه او ښه چاپېریال د جوړېدو لامل ګرځي. په لنډه توګه، کله چې د پړانګ نسل وده کوي، په هماغه اندازه ټول ایکوسیستم هم ورسره وده کوي.