ته چې څه غواړې!

 
هغه څه چې ته غواړې هغسې نه کېږي. په دې کې هم حکمت وي، چې ټولنه له دې اړخه مستثنا نه ده، چې د انسان په ژوند همداسې حالت راولي. موږ په ټوله کې هر انسان د ځان په رنګ غواړو؛ خو دا امکان نه لري، دا ځکه چې هر فرد د ځانګړي فکر او کړنلارې خاوند دی.
که زما څه زړه غواړي د بل به نه غواړي. همدا متنوع غوښتنې او فکر د ټولنیز ژوند د رنګارنګۍ لامل کېږي.
 
زه چې د څه په اړه فکر کوم او څنګه ځان ورته رسول غواړم، همداسې بل هم همداسې هیلې او تګلارې لري، چې خپلو موخو او د خپلې خوښې رشته چې غواړي پکې زده کړې وکړي. هر هغه څوک چې له کوم کاروبار یا پوهنځي سره مینه لري په هغه کې ښه پرمختګ او نوښت کولای شي، چې دا کړنه بیا د ټولنې په ثبات او علمي برخه کې د نویو لارو موندلو لامل کېږي، چې له دې سره په هر اړخیزه توګه موږ په ټولنه کې د نویو هیلو او غوښتنو د پوره کېدو لارې اېستلی شو. کله چې دا فکر د هر انسان ذهن ته لار ومومي؛ نو هله د افکارو د تبادلې، یو بل منلو او د درناوي د فرهنګ د عامېدو لپاره ښه کړنلاره کېدای شي.
 
دلته د دې خبرې کول چې وایو ( ته چې څه غواړې) یوازې هغه ته مخه کړو، د ژوند د شرایطو او د شخص د عمر د غوښتنو ته په کتو سره ورته دا خبره وکړو. ځینې انسانان د ښو او نوښتګرو افکارو خاوندان وي، شاید د وخت په تېرېدو هغه هیلو ته ځان ورسوي، چې دی د خپل ژوند د شرایطو مطابق مدیریت کوي، مګر ځینې وخت د چا خبره او یا یې لاسوهنه دا هیلې په اوبو لاهو کړي. دا کار بیا یوازې د فرد د ژوند د خرابېدو لامل نه ګرځي، بلکې د کورنۍ او په ټوله کې د ټولنې د یو مبتکر او نوښتګر فکر د انزوا لامل کېږي، چې دا بیا د ټولنې په ډېرو اړخونه د وخت په تېرېدو سره خپل اغېز پرېباسي. وروسته ارمانونه یې هسې په تللو اوبو پسې د ارمان خوبونه کول دي.
 
راځئ ژوند ته د ژوند له زاویې وګورو او د خپلو شرایطو مطابق ځان داسې جوړ کړو، چې ځان ورته ورسوو. د انسان فکر هم د بلوغیت مرحلې ته رسيږي؛ نو همدا د انسان د پخېدو وخت ته رسېږي، لکه مولانا چې ویلي خام بودم، پخته شدم، سوختم. دا هغه مراحل دي، چې هر انسان یې په ژوند کې تېروي؛ خو دې مراحلو ته د افکارو خاوندان متوجې کېږي، چې زه اوس په کومه مرحله کې یم، ځینې وخت د تجربې نشتون او یا هم د لویو انسانانو د ناستې څخه بې برخې وګړي ژر او احساساتي برخورد له دې مراحلو سره کوي، چې دا بیا د ګټې پر ځای د زیان لامل کېږي.