کابو دوه کاله وړاندې هېواد کې يو لوی تحول رامنځته؛ نظام تغير او افغانستان د تاريخ يوې نوې پاڼې ته دننه شو. موږ سترګې نه پټو چې په تېر جمهوريت کې د هېواد بيارغونې، نوښتونو او نړۍ سره د اړيکو په برخه کې پراخه کارونه تر سره شول او افغانستان د نړۍ په خاکي نقشه يو پرسټيژ او ځای ځان ته پيدا کړ. خو هغه څه چې ټولې لاس ته راوړنې يې په صفر کې ضرب او افغان ولس ته يې وير او غم ور په برخه کړ، د امريکايي پوځيانو شتون او د امريکا نېغ پوځي يرغل وو.
د امريکا په راتګ سره د افغانستان سياسي او اقتصادي خپلواکي واخېستل شوه او شل کاله نړۍ سره افغانستان د امريکا له لارې تړاو کې وه او هغه څه چې افغانستان لرل د امريکا په لمن کې واچول شول. يرغل - يرغل دی، د امريکا پوځي شتون د شپې له بې رحمه چاپو، بمباريو، نېونو، وژنو، ترور او ظلمونو سره مل وو. دا هغه واقعیتونه دي، چې نړيوالو ادارو، د حامد کرزي په شمول د پخواني حکومت د ډېرو چارواکو او واکمنو اعترافونه او شکايتونه وو.
هېواد کې د تحول په راتګ سره، عمده لاس ته راوړنې د جګړې پای، د اداري پراخه فساد پای ته رسېدل، د زورواکۍ او قدرت جزايرو له منځه تلل او د هېواد سياسي او اقتصادي خپلواکۍ تر لاسه کول وو. اوس د دوه کالو په تېرېدو سره چې نوی نظام واکمن دی، لسګونه ستونزې به شتون ولري، خو که د تېر په څېر شل کاله ورته صبر او انتطار وشي، نو ژر شونې ده، چې يو غوره او ټولو ته د منلو حالت او وضعيت به رامنځ ته شي.
پورته خبرې مې پرون د روسيې پلازمېنه مسکو کې د اوسني حکومت مخالفو اړخونو د کنفرانس په اړه وکړې. له هېواد وتلې پخوانۍ سياسي څېرې پرون مسکو کې سره راټولې وې او پر هېواد او اوسني وضعيت يې پر له پسې نيوکې درلودې. دوی د افغانستان اوسنی نظام او لاس ته راوړنې په بل ليد کې کتلې او له نړۍ يې څخه يې بيا دا غوښتنې کولې چې په تېر کې د درېيو ځلو په څېر افغانستان ته زموږ په بلنه پوځي شتون سره راشئ، نوې جګړې پيل کړي او بيا دا ارام شوی ولس د وينو ډنډ ته ورګوزار کړي.
که احمد مسعود او که محقق دی او که نور؛ لومړۍ تېروتنه يې دا وه چې په تېرو شلو کالونو کې يې د واقعيتونو درک او منل نه لرل؛ اوس چې امارت په دیفاکتو او ديژور وضعيت کې دی، دوی بيا په يوې سترې خيال پلوۍ کې شتون لري او داسې انګېري چې هغه خوبونه به يې رېښتيا شي چې تېرو شلو کالونو کې يې مزې ورڅخه کولې. هېواد ته چوپړ يوازې په موقف او څوکۍ پورې نه دی تړلی، ولس سره پاتې کېدل خپله يو خدمت او د نورو خدمتونو لارې پرانېستلی شي.
وړانديز دا دی، چې هر هغه چې د افغانستان اوسنی وضعيت ورته د منلو وړ نه دی، نو کولی شي د غرور، بې ځايه څرګندونو، ګواښونو او نيوکو پر ځای، د نورو افغانانو په څېر واقعيت ومني او خپلې غوښتنې دې، په اصولي ډول وړاندې کړي. دا بيا ځان غوښتنه ده، چې که چېرې دوی په واک کې وي، نو بيا شکايت نشته خو که چېرې دوی واک کې نه وي، نو بيا يوه مثبته کړنه هم نه مني او نه پرې اعتراف کوي. ډاډمن يم، چې که چېرې په حقه اوسي، غږ او غوښتنې به يې واورېدل او ومنل شي. د سياسي څوکيو د تر لاسه کولو او قدرت تر لاسه کولو پر ځای دا ښه ده، چې د افغان کډوال بحران په څير نورو ستونزو کې برخه واخلي او د ولس لاسنيوی وکړی.
ولس سره همکاري او مبارزه دا نه ده چې زه بايد واک او ځواک کې شريک شم، بلکې خدمت دا دی، چې ولس او هېواد ته لاس ورکړی شي. هېواد او ولس ته خدمت جګړې ته د خلکو هڅول او تخريب نه دی، هېواد او ولس ته خدمت دا دی، چې په مقام کې او له مقام پرته ولس سره يوځای پاتې کېدل دي.
لومړی شرط او قيد دا دی، چې خپل هېواد کې مېشت کېدل دي. دا چې د پردېو پر هڅونې د هېواد د بدبختۍ فکرونه کوي نو غوره ده، چې په خپل هېواد کې دننه خدمت کولی او ملت سره درېدلی شی. ترڅو هېواد د سوکالۍ، جوړونې، يو بل زغملو کلتور سره وړاندې تګ او فکر وکړي.
وروستي