له رحمان ذات بښنه غواړئ او هر وخت د اسلام مبارک دین احکام په نظر کې نیسئ. دا چې موږ د اسلام سپيڅلي دین له کوم بدو اعمالو منعه کړي یوو، ور څخه باید ځان وساتو او پر کوم اعمالو چې یې موږ ته د کولو امر کړی دی، هغه باید ترسره کړو.
که پر تېرو بدو اعمالو له زړه پښېمانه شو، بیا باید توبه وباسو او د بیا تکرار څخه یې ځان په کلکه ډډه وکړو. مهمه دا ده چې راتلونکی مو له بدمرغیو په امن وي.
که پخوا مو د چا زړه ازار کړی وي، ډارېږئ مه، په ډېرې عاجزۍ ور شئ، ځان ور ته پړ ښکاره کړئ او بښنه ترې وغواړئ، نن لا هم یو چانس لرئ، هغه ستاسې او د هغه شتون دی، نن یاست؛ سبا نه. دا فرصت په لوی لاس مه ضایع کوئ، هغوی مو چې خپه کړي دي، ور شئ، پُخلا یې کړئ، همدا مو وخت دي.
نن وخت لرئ، دا باید فوق العاده فرصت وګڼئ. یوازې فرصت ته په تمه شئ، بیا تمه او انتظار پای ته ورسوئ او عملاً لاس په کار شئ، په لوی لاس د دې نړۍ بار اُخروي نړۍ ته مه پرېږدئ. هڅه وکړئ، چې په ټولنه کې د اخلاقو او انسانیت یوه بېلګه واوسئ. له تېرو بدو پېښو او عملونو څخه پند واخلئ، هغوی وګورئ چې د بربادۍ کندې ته غورځيدلي او بیا هېڅ را پورته شوې نه دي. تاسې د یوې ریښتینې، بریالۍ او غوره لارې لارویان یاست، پر همدې لاره ښه او انساني چلند وکړئ او له حیواني چلند ځان وساتئ. دا ثابته شوې ده چې د اسلام مبارک دین د خوښۍ، راحت او نېکمرغۍ دین دی.
انسان په غوره اخلاقو سره د بریالیتوب لوړو پوړونو ته رسیږي، هر هغه څوک چې د غښتلې ارادې او اخلاص درلودونکی نه وي، نو تل به ناکامۍ سره مخ کېږي. اخلاص او اخلاق خپل عادت وګرځوه، تل به الله تعالی او خلکو ته نږدې اوسې. بې اخلاقه او ریاکاره انسان تل د نورو د هیلو او غوښتنو د پوره کولو پر ځای د خپلو غوښتنو پوره کولو په لټه کې وي. د هر انسان د عمل پایله د هغه اخلاص او هڅو پورې تړاو لري. مخلص او ریښتینی انسان د روښانه سباوون په څېر وي.
د هر انسان اخلاص، اخلاق او اعمال د هغه د شخصیت او نسب څرګندونه کوي. هر کله چې په عمل کې اخلاص ونلرئ او خپلې غوښتنې له نورو څخه وغواړئ، نو تل به محتاج و اوسئ. دوه شیان دي چې د انسان نیکۍ له منځه وړي:
لومړی: په عمل کې ریا او د اخلاص نشتوالی.
دوهم: خپلو ګناهونو او تېروتنو ته پام نه کول.
هر څه د یو قیمت لرونکی وي او د یو انسان واقعي قیمت د هغه په اعمالو کې د هغه د اخلاص د کچې پورې تړاو لري.
تل هڅه وکړئ چې په ژوند کې په اخلاص سره کار وکړئ او له نورو سره ښه اخلاق او غوره چال چلند مخته ولاړ شئ، پرته له شکه چې همدا د بریالیتوب لارې دي. دا ومنئ چې اخلاص او او اخلاق دوه هغه ارزښت لرونکي څیزونه دي، چې په ډېرې اسانۍ سره پرې خلک خپلولی شئ. غوره اخلاق تر ټولو غوره پانګه ده، که غواړئ په ژوند کې تل بریالي و اوسئ، نو ښه اخلاق او اخلاص خپل عادت وګرځوئ. په هر کار کې اخلاص او د الله تعالی په نامه سره پیلول د برکتونو دروازې ستاسې په لور پرانېزي.
اخلاص انسان د یقین پخوالي ته رسوي او انسان محبوب او مغفوره کوي، اخلاق په اسلام کې ځانګړی ځای لري، له همدې کبله یې ډېرې لارښوونې هم شوي دي. (۱۰)
انسان اړ دی، څو د ښه ژوند د ترسراوي او ښه چال چلند د ترلاسه کولو په پار ښه اخلاق وپالي، له نورو سره په چال چلند، راکړه ورکړه او ټولنیز ژوند کې له غوره او انساني ژوند خوند واخلي، خپله هم نورو ته درناوی وکړي او نورو ته هم د متقابل درناوي ذهینت ورکړي. هغه ټولنه بریالۍ ده چې وګړي یې په تمامه معنا با درکه او با مسوولیته مخته روانه وي، حد او حدود پکې جاري وي، حق او حقوق پکې نه تلف کېږي او په ټوله کې انساني ژوند ته پکې درناوی شتون ولري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۰ – زهي، محمد ایوب روشن. پردېس، محمد عزیز، ژباړه. ( ۱۳۹۹ ل.) پوه او باخبره اوسه، کابل، د قاري محمد منیر رحماني خپرندویه ټولنه. مخونه:۲۹-۳۴.
وروستي