تصوف، د سپیڅلتیا او نفسي غوښتنو په هنداره کې

د تصوف او روحانیت اړونده موضوع څېړل او شاربل ډېر وخت او پوره علم غواړي؛ ځکه هغه زموږ د ټولنېزې تنستې او زموږ د عقیدې له مخې، نېغ په نېغه د مذهب سره ژورې اړيکې لري او د کلتور او ادب رېښې هم ورغځېدلي دي. له همدې امله ډېرې باریکۍ او کږلیچونه لري او سپړنه یې د هر چا د وسعې کار نه دی. که څه هم صوفیان او روحانیون په هره ټولنه او هره مذهبي طبقه کې شته او په دې ډول یې د دعوت او بلنې رنګونه هم توپیر کوي. خو یو رنګ یې چې تر ډېره جوت دی هغه که په وضعي مذاهبو لکه هندويزم، بودیزم، زردشتیزم او که اسلامي  مذاهب دي په ټولو کې صوفیان خلک مینې، یووالي او ګډ ژوند ته رابولي او د تشدد او عداوت خلاف دي.
 
زموږ له نظره تصوف یا صوفیزم د څښتن تعالی سره د انسان مستقیمه رابطه او تړاو دی. د دنیاوي غوښتنو او مادییزم سره د پرېکون او واټن یوه وسیله ګڼل کیږي او اکثره صوفیان په عامه اصطلاح فنا في الله ګڼل کیږي. په نړۍ کې او بیا په تېره په اسلامي ټولنو کې صوفیان او د تصوف خاوندان ډېر دي، دغه شخصیتونه کله د ادب له مخې او کله کله هم د روحانیت یعنې پیرۍ، مریدۍ او طریقت له مخې د ټولنو په وګړو کې نفوذ کوي او ورو ورو لارویان او پیروان پیدا کوي. خو مهمه او اړینه دا ده چې په دغو باریکیو کې سړی ځان ورک نه کړي او حقیقت ته د ورنږدې کېدو او ورستېدو پرځای ترې لرې او لار ورکی نه شي.
 
که د اسلامي هېوادونو ټولنې ستر ستر عارفان او صوفیان لري لکه : الحسن البصري، سفیان الثوري، ابراهیم بن ادهم، جنید البغدادي، ابوالحسن الاشعري، ابونصر الفارابي، ابو منصور الحلاج، ابو القاسم القشیري، ابو حامد محمد الغزالي، فرید الدین عطار او شمس الدین تبریزي. نو موږ هم د دغو هېوادونو او ولسونو، نه بېرته پاتې نه یوو او د تصوف او عرفان په برخه کې لوې هستۍ لرو لکه: رحمان بابا، خوشال خان بابا، حمزه بابا، بایزید روښان، مولانا جلال الدین بلخي، فخرالدین رازي، حکیم سنایي غزنوي، خواجه عبدالله انصاري، مولانا عطاءالله فیضاني، میرزا عبدالقادر بېدل او ډېر شمېر نور صوفیان، عارفان او د پوهې خاوندان.
 
په دې کې شک نشته چې تصوف، عرفان او پوهه سړی رڼا ته رسوي خو له بده مرغه زموږ په وروسته پاتې ټولنو کې اکثره وخت ځینې ناپوهان او جعلکاران له دغه سپېڅلي ادرس نه هم ډېره بده ګټه اخلي او د رحمان بابا خبره؛ له دین نه یې دام جوړ کړی وي او په انحرافي بڼه [د کوډو، تعویذونو، فالونو، څښتونو، په غیبو پوهېدل، د پېریانو طابع کول..] ترې ناوړه کار اخلي او د کم علمه خلکو د عقیدو سره لوبي او دوکانداري کوي.
 
همدارنګه عرس، قوالي، سماع، خلوت، چلهه او رقص دا ټول د طریقت ځینې علماء د تصوف برخې ګڼي او خپل خپل دلایل ورته لري. په اردو او فارسي ژبو کې د تصوف او طریقت سرلارو ډېر کتابونه لیکلي دي خو په دې برخه کې زما د خپلو معلوماتو له مخې، په پښتو ژبه کې ډېر لږ او یا هم د ګوتو په شمېر کتابونه لیکل شوي او ژباړل شوي دي. په دغو اختلافي، پېچلیو او باریکو مسائلو کې آن مذهبي مشرانو او پوهانو په یو او بل د ګمراهۍ او تکفیر ټاپي او رسالې هم وهلي او لیکلي دي.
 
په پښتو ادب کې هم د تصوف څرګ د ځینو پوهانو په وینا د اوومې هجري پېړۍ په دویمه نیمایي کې د پښتو ادب د مشهور صوفي شاعر، شیخ متي له اشعارو راڅرګندیږي. سید علي ترمذي (پیر بابا)، د بایزید روښان او آخوند درویزه خیرالبیان او نورو د وخت په ادبي او مذهبي پنځونو کې هم د تصوف رنګ رټ ښکاري. په هر حال دغه په زړه پورې موضوع او د مذهبي جنجالونو او کږلیچونو، نه ډکه لاره، ګرانه ده چې بې له پوهې او علمه ووهل شي. په دغه اړه قلم پورته کول او څه لیکل هم جامع پوهه غواړي او هم پوره زړه او ډیر جرئت؛ کوم چې د هر چا د وسعې کار نه دی.
 
ښاغلی ولي الله ملکزی صاحب چې په دغه برخه کې د پوره پوهې، صلاحیت او جرئت خاوند دی، همداسې هیله او طمع مو ترې کېده چې دغه کږلېچونه او اغزن مزلونه به زموږ د پوهونې په پار وهي او قرباني به ورکوي. " تصوف، روحانیت او کږلېچونه " یو غوره کتاب دی چې ښاغلي ملکزي پرې د خپل ژوند قیمتي ورځې، اونۍ او میاشتې لګولې دي. خواري یې پر ځای ده او نوموړی کتاب یو ارزښتمند علمي کتاب دی. لیکوال (ملکزي) د کتاب د شا پر پښتۍ زموږ د ټولو د زړونو یوه کره او پخه خبره، د یو ارمان او هیلې په بڼه لیکلې ده؛ که ومنل شي او موږ یې عملي کړو باور لرم چې ټول ټولنیز ټپونه به مو ورغیږي. ملکزی داسې لیکي: ( زه په دې باور یم؛ د دې ستر امت ژور ټپونه هلته رغېدلای شي، کله چې د قلم، اعتدال او پخلاینې نسخه وازمایل شي. تصوف د روحي ډاډ د ترلاسه کولو او د انساني سلوک د مهارولو درمل دی، خو په دې شرط چې د الله دنده، پیر او مرشد ته ونه سپارل شي او بنده، د بنده ګۍ په دائره کې بند پاتې شي).
 
ښاغلي ملکزي تر دې دمخه یو بل نوښت هم کړی او د اسلامي امت د وېښولو او یووالي په پار یې یو بل ګټور کتاب هم د وخت د غوښتنو سره سم د " دین او جګړه " تر سرلیک لاندې راټول، ترتیب او تألیف کړی وو چې د مینه والو له خوا وستايل شو. د هغه کتاب د شا پر پښتۍ/ وقایې یې خپل دریځ د کتاب متن څخه را اخیستې او نچوړ یې یو ځانګړی پیغام له ځان سره لري. ملکزی لیکي: (د نړۍ زیاتره جنګونه اقتصادي، سیاسي او سلیقوي دي؛ خو د خلکو سترګو ته د دین خاورې شیندل کیږي، ځکه هغه سپېڅلتیا لري او بازار یې تود دی. په خپل ذات کې هیڅ جنګ سپېڅلی نه دی، مذهبي ناره د ذهن د حجرو پر ځای؛ سیده د زړه تاخچو ته کوزیږي او عاطفه په سوچ باندې غلبه مومي. هره جګړه غالب او مغلوب لري، خو د مذهبي جنګونو ټول اړخونه په ماتې محکوم دي. ښه جګړه مار ډیر کله بریالی سیاستوال نه وي؛ وجه یې دا ده چې جنګ د باروتو لوبه ده او سیاست د مصلحتونو سیالي. ټول اسماني ادیان، تلمود، ویدا او بودا هم خپلو پیروانو ته د یوه بېګناه انسان د مرۍ د خپه کولو اجازه نه ورکوي. نو څومره به ښه وي که د افراط او تفریط په ځای اعتدال، د جګړې په ځای سولې او د ټوپک په ځای د قلم نسخه وازمایل شي).
 
اوس نو تاسو درانه لوستونکي د دغو کرښو تر لوستلو وروسته، د ښاغلي ملکزي په اړه ښه قضاوت کولای شئ چې د روحاني سپیڅلتیا او نفسي غوښتنو په هندارې کې د هغه دریځ او هڅه وڅارۍ. په عمر، پوهې او قلم یې لا برکتونه شه.