د شاعر غږ


لومړۍ برخه
زما په زړه کې د خیرات دانې ژورې ښخې شوي دي او زه یې اوس فصل په ګیډیو ګيډیو ریبم او او وږیو ته یې ورکوم. زما روح انګورو ته ژوند وربښي او زه یې له غونچو څخه شراب نچوړوم او تږیو ته یې ورکوم.
هسک زما په ډیوه کې تیل اچوي او زه یې بیا په کړکۍ کې دشپې لخوا د مسافر د لارې روښانولو په نیت ږدم.
زه دا ټول کارونه ځکه کوم چې زه په هغوي کې اوسیږم، او که تقدیر زما لاسونه وتړي او له دې کارونو څخه مې منع کړي نو بیا به زما په زړه کې یوازې د مرګ هیله پاتې شي. ځکه چې زه یو شاعر یم، که زه یې چا ته ورنه کړای شم نو باید له اخیستلو څخه هم ډډه وکړم.
انسانیت د طوفان په څیر له قهره ډک شوی دی خو زه په چوپتیا کې ساه اخلم ځکه زه پوهیږم چې خدای ته د یوې ساه له رسیدلو وروسته به دغه طوفان ختم شي.
انسان په ځمکنیو شیانو پسې روان دی خو زه تل غواړم چې د مینې شمعې ته غاړه ورکړم تر څو زه د دې په اور پاک شم او د خپل زړه ناانسانیت وسوزوم.
ستر شیان یو انسان له رنځولو پرته وژني خو مینه یې له ژوندي کوونکو دردونو سره راویښوي.
انسانان په بیلابیلو قومونو او قبیلو ویشل شوي او په بیلابیلو هیوادونو او ښارونو پورې تړلي دي، خو زه په ټولو ټولنو کې نااشنا یم او په هیچا پورې تړلی نه یم. کاینات زما هیواد دی او انساني کورنۍ زما قوم.
انسانان کمزوري دي او زه افسوس کوم چې دوي په خپل منځ کې سره ویشل شوي دي. نړۍ ډېره تنګه ده او دا سمه نه ده چې په امپراطوریو، ولایتونو او پاچاهیو وویشل شي.
انسانان یوازې هغه مهال له یو بل سره لاس ورکوي چې د روح د معبدونو د ورانولو او د ځمکني بدنونو لپاره د ماڼیو د جوړولو تکل وکړي. زه یوازې ولاړ یم او د هیلې هغه غږ ته غوږ یم چې زما دننه وايي: څنګه چې مینه په خپل درد سره د انسان زړه ته قوت وربښي، بې پروايي هغه ته د پوهې لار ورښيي. درد او بې پروايي د سترې خوښۍ او پوهې لار درښيي ځکه چې خدای د ځمکې پر مخ هیڅ هم عبث نه دي پیداکړي.
دوهمه برخه
زما په زړه کې د خپل جنت مثاله هیواد لپاره لیوالتیا موجوده ده او له اوسیدونکو سره یې د هغوي د بدمرغۍ له امله مینه لرم. خو که زما هیوادوال پاڅي او د چور کولو په نیت د هیوادپالنې تر نامه لاندې نور ووژني او یا زما د ګاونډي هیواد ونیسي نو دغه مهال به د دوي د انساني وحشتونو له امله زما په زړه کې له خپل هیواد او هیوادوالو سره کرکه وزېږي.
زه د خپلې زېږېدنې د ځای د ستاینې سندرې زمزمه کوم او د کوچنیتوب د کور د لیدلو لیوالتیا لرم، خو که د هغه کور خلک یو اړ مسافر ته له پناه او خوراک ورکولو څخه ډډه وکړي نو زما ستاینه به په غوسه بدله شي او زما لیوالتیا په هیریدلو. زما دننه غږ به ووایی: هغه کور چې یو اړ انسان ته ارام نه شي وربښلی، د ویجاړېدلو وړ دی.
زه له خپل هیواد سره د مینې یوه برخه مینه له خپل پلرني کلي سره لرم، او د ځمکې د مینې یوه برخه مینه له خپل هیواد سره لرم، ځکه ټوله ځمکه زما هیواد دی او ما خپله ټوله مینه ځکه ځمکې ته وربښلې ده چې دا د انسانیت پناګاه ده.
انسانیت پر ځمکه د ستر موجود ارواح ده او دغه انسانیت د تباهۍ او بربادۍ تر منځ ولاړ دی، په شلېدلو کالیو کې د خپل لغړتوب د پټولو هڅه کوي، په بې وسه غومبورو اوښکې تویوي او خپل اولاد ته په بې وسه غږ نارې وهي. خو اولادونه یې د خپلې قبیلې په ترانه زمزمه کولو بوخت دي؛ هغوي د تورو په تېرولو بوخت دي او د خپلو مېندو ژړاګانې نه اوري.
انسانیت له خلکو څخه غوښتنه کوي خو دوي ورته غوږ نه ږدي. که یو څوک ورته غوږ شي او د یوې مور د اوښکو په وچولو هغې ته ارام ورکړي نو بل وايي: هغه کمزوری دی او د احساساتو تر اغیزې لاندې راغلی دی.
انسانیت د ځمکې پر مخ د ستر موجود ارواح ده او دغه ستر موجود د مینې او نیکۍ کولو غوښتنه کوي. خو خلک دغه لارښوونې حماقت ګڼي. عیسی ع ورته غوږ کېښود، دار یې قسمت شو؛ سقراط دغه غږ واورېد او عمل یې پرې وکړ، د هغه بدن هم قرباني شو. د نزارین او سقراط پېروان سپېڅلي دي، خلک هغوي وژلی نه شي نو ځکه یې تحقیروي او وايي، د هغوي سپکول د هغوي له وژلو غوره دي.
یروشلیم، نزارین، او یونان، سقراط ونه وژلای شول، هغوي لا تراوسه ژوندي دي او تر ابده به وي. سپکونه د سپېڅلې لارې پر پېروانو قتحه نه شي نصیب کولای. هغوي ژوندي دي او د تل لپاره به ورځ تر بلې وده کوي.
درېمه برخه
ته زما ورور یې ځکه چې ته یو انسان یې او مونږ دواړه د یوې سپیڅلې ارواح زامن یو، مونږ دواړه یو شان یو او له یوې خاورې څخه مو خټه اغږل شوې ده.
ته دلته زما د ژوند د لارې د ملګري او د پټ حقیقت په مانا زما د پوهولو لپاره د مرستې په توګه رالیږل شوی یې. ته یو انسان یې او همدا حقیقت بسنه کوي چې زه د یو ورور په څبر له تا سره مینه وکړم. ته زما په اړه له خپلې خوښې سره سم نظر ورکولی شی، ځکه سبا به تا واخلي او ستا خبرې به په محکمه کې د ګواه په توګه وړاندې کړي او له تا سره به هم عدالت وشي.
ته به ښايي ما له خپل ملکیت څخه محروم کړې ځکه چې زما حرص د مال راټولونه پیل کړې وه او که دا ستا په درد ولږیږي نو ته زما د هر څه د ترلاسه کولو حقدار یې.
ته به ښايي له ما سره هر هغه څه وکړې چې ستا زړه یې غواړي خو ته به زما د حقیقت په لمس کولو ونه توانیږې.
ته به ښايي زما وینه توي کړې او زما بدن به وسوزوې خو ته زما روح وژلی یا زخمي کولی نشې.
ته به ښايي زما لاسونه او پښې په زنځيرونو وتړې او ما به په تیاره بند کې واچوې خو هیڅوک زما فکر غلام کولی نشي ځکه چې دا په ارت اسمان کې د نسیم په څیر ازاد دی.
ته زما ورور یې او زه له تا سره مینه کوم. زه په هغه وخت کې هم له تا سره مینه کوم چې ته په خپله کلیسا کې عبادت کوې، په درمسال کې په زنګنو یې یا په جومات کې لمونځ کوې. زه او ته دواړه د یو مذهب بچي یو، ځکه د مذهب مختلفې لارې د ستر موجود د مینه ناک لاس ګوتې دي، ټولو ته غزېدلې، ټولو ته د روح د پوره کولو وړاندې کوونکي.
زه ستا د هغه حقیقت په وجه له تا سره مینه کوم چې ستا له پوهې څخه راوتلی دی او زه یې د خپلې بې پروایۍ له امله نه شم لیدلای خو زه یې د یو سپېڅلي شي په توګه ستایم ځکه چې دا د روح کار دی. ستا حقیقت ښايي په راتلونکې نړۍ کې زما له هغه سره د ګلانو د خوشبويۍ په څېر په یو بل کې ورک شي او ابدي حقیقت ترې جوړ شي، او د مینې او ښکلا په ابدیت کې یو ځای واوسیږي.
زه له تا سره مینه کوم ځکه چې ته د قوي ظالم په وړاندې کمزورې او د حریص بډای په وړاندې غریب یې. له همدې امله زه اوښکې تویوم او تا ته تسلي درکوم او د خپلو اوښکو تر شا ګورم چې ته د عدل په مټو کې رانغاړل شوې یې، پر شونډو دې موسکا غوړیدلی ده او خپل ګناهګار بښې. ته زما ورور یې او زه له تا سره مینه لرم.
څلورمه برخه
ته زما ورور یې خو ته ولې له ما سره لانجې کوې؟ ته ولې د هغو خلکو د خوشالولو لپاره زما په هیواد حمله او پر ما د غالبیدلو هڅه کوې چې د واکمنۍ او عزت غوښتونکي دي؟
ته ولې خپله میرمن او اولادونه پرېږدې او یوازې د هغو خلکو د خوشالولو لپاره په مرګ پسې لرې هیوادونو ته روان یې چې ستا د وینې او ستا د مور د اوښکو په بیه عزت او لوړ شرافت اخلي.
آیا د یو انسان لپاره د خپل بل ورور انسان وژنه شرافت دی؟
آیا ځان ساتنه د طبیعت لومړنی قانون دی؟ که داسې وي نو حرص ولې تا خپلو ورونو ته په اذیت رسولو او د خپلې موخې د لاسته راوړلو لپاره د ځان قربانۍ ته هڅوي؟ زما وروره! یو نامتو پوه وايي: د موجودیت مینه تا مجبوروي چې نور انسانان له خپلو حقوقو څخه محروم کړې. خو زه درته وایم چې: د نورو د حقوقو ساتنه تر ټولو ښکلی او پاک انساني عمل دی؛ که زما موجودیت له ما څخه د نورو وژنه غواړي نو له دې کار څخه مرګ سل ځله غوره دی، او که داسې څوک نه وي چې زما د عزت ساتنې لپاره ما ووژني نو زه به د ابدیت له راتللو وړاندې د ابدیت لپاره په خپلو لاسونو د خپلې مرۍ په خپه کولو کې دوه زړی نه شم.
روح له تیاره ناپوهۍ څخه د علم او عدالت په قوت زیات باور لري؛ دا هغه واکمني ردوي چې د ظلم او بې پروايۍ د قوي کولو او دفاع کولو لپاره تورې لېږدوي – هغه واکمني چې د بابیلیون ښار یې ویجاړ کړ، د یروشلیم بنیادونه یې ولړزول او روم یې په کنډواله بدل کړ. دې کار خلک دې ته وهڅول چې مجرمین ستر خلک وبولي، شاعران د خپلو نومونو په ستاینو کې ورک شي او تاریخپوهان د خپل ناانسانیت کیسې د ستاینې په توګه زمزمه کړي.
زه یوازې د عدالت د طبیعي قانونو د ساتونکي علم د واکمنۍ اطاعت کوم.
واکمنان هغه مهال له کوم ډول عدالت څخه کار اخلي چې وژونکی وژني؟ غل بندي کوي؟ په ګاونډي هېواد حمله او د وګړو ټولوژنه یې کوي؟ او عدالت د هغې واکمنۍ په اړه څه فکر کوي چې قاتل پکې وژونکي ته سزا ورکوي او غل پکې غل ته؟
ته زما ورور یې او زه له تا سره مینه کوم؛ مینه عدالت دی او که عدالت ستا د قوم او قبیلې په نظر کې ساتلو پرته له تا سره زما د مینې حمایت ونه کړي، زه به هغه دوکه باز یم چې د سپېڅلې مینې په جامه کې د خودخواهۍ بدرنګي پټوي.
لنډيز
زما روح زما ښه ملګری دی چې ما ته د بدمرغۍ او د ژوند د نهیلۍ په شیبو کې ارام رابښي. هغه کس چې له خپل روح سره ملګرتیا نه لري د انسانیت دښمن دی، او هغه کس چې انساني لارښوونه د ځان دننه ونه مومي په نهیلۍ سره به له منځه لاړ شي.
زه د دې لپاره راغلی وم چې تاسې ته څه ووایم او زه یې باید اوس ووایم: خو که مرګ مې ویلو ته پرې نه ږدي، دا به سبا وویل شي ځکه سبا به د ابدیت په کتاب کې هیڅ راز له بربنډولو پرته پرې نه ږدي.
زه راغلی وم چې د مینې په سترتوب او د ښکلا په رڼا کې ژوند وکړم ځکه چې هغه د خدای د قانون انځورګري کوي. زه دلته اوسیږم او خلک د ژوند له قلمرو څخه زما په ویستلو نه توانیږي ځکه هغوي پوهیږي چې زه به په مرګ کې هم واوسیږم. که هغوي زما سترګې وباسي، زه به د مینې زمزمې او د ښکلا سندرو ته غوږ ونیسم.
که هغوي زما غوږونه بند کړي، زه به د ښکلا او مینې له خوشبویۍ سره د یو ځای شوي نسیم له لمس څخه خوند واخلم.
که هغوي ما په کومه کنده کې هم وغورځوي، زه به د مینې او ښکلا له اولاد خپل روح سره یو ځای واوسیږم.
زه دلته د دې لپاره راغلی وم چې له ټولو خلکو سره د هغوي لپاره واوسیږم او هغه څه چې زه یې نن په یوازیتوب کې کوم، راتلونکې به یې خلکو ته منعکس کړي.
هغه څه چې زه یې اوس په یوه ژبه وایم سبا به په ډیرو ژبو وویل شي.