که شاوخوا پام وکړو، هرڅوک یو ډول ګېملن دی. څوک له خپله بخته ناراضه دي، څوک ناخوالې ځوروي او ځینې له خپلو خپلوانو، ملګرو او همکارانو شکایت لري.
ورځې او شپې په همدې کې تېرېږي. هره نوې ورځ، د تېرو ورځو غوندې تکرار دی. ګېلې، تا ویل او ما ویل مو نور عادت شوی.
له دغه حالاته د وتلو فکر مو لا په سر کې نه راځي، کرار په کې اخته یو او ژوند کوو.
له پرمختګ ولوېدو. د ډېرو صبر تمام ده. ناهیلي هم اوج ته رسېدلې. اوس له نورو سره د مرستې پر ځای چل او دوکه ډېره پېښېږي. اخرت بیخي هېر دی. هرڅوک د خپل جب ډکولو هڅه کوي.
خو اخر پایله څه ده؟
ایا کله موږ په دې فکر کړی؟
له دې هرڅه سره - سره ولې لږ بدلون نه تجربه کوو؟
داسې بدلون چې د ارام سړه ساه واخلو. نورو ته مو خېر ورسیږي. د نفرتونو مخه ډب کړو. مینه او مهرباني وویشو او لنډه دا چې یعنې ښه صحي مسلماني وکړو.
دا کار هغه وخت ښه کېدای شي چې له خپلو خبرو او چلند سره احتیاط وکړو. غېبت پرېږدو. تل هڅه وکړو چې مثبت احساسات څرګند کړو. د وړتیاوو ستاینه وکړو او له هرچا سره د زړه له کومې یوه خوله خندا ولرو.
ښه ګومان کول او په خپل ځان تمرکز دوه نور هغه مسایل دي چې موږ ټولنیزتوب او ښه انسانیت خواته بیايي.
نو ته او خدای، اوس فکر وکړئ چې دغه کار څه سخت دي؟
وروستي