افغانستان کې د باثباته دولت لپاره یو ښه فرصت!

اوس له څلوېښتو لسیزو وروسته په لومړي وار افغانانو ته داسې موقع په لاس ورغلې چې که ګټه ترې واخیستل شي، نو افغانستان به د نړۍ په کچه د باثبات او خپلواک دولت لرلو ترڅنګ په یو لوی اقتصادي هېواد بدل شي، د اسیا لپاره به په واقیعت کې یوه څلورلارې شي او د لویو ځواکونو ترمنځ به یو داسې ځایګی پیدا کړي چې د همغږۍ سټراتیژیک مرکز به وګڼل شي خو که خدای مه کړه دا فرصت مو وبایله، نو له شک پرته چې نور به هم کلونه – کلونه ناخوالې تجربه کوو او لا به د وروسته پاتې والي په مسیر ځو.

د جمهوري نظام له ړنګېدو راورسته د اسلامي امارت د حاکمیت له یوه کاله ډېره موده وشوه، د فساد له منځه تللو، د جګړې کافي مخنیوی، د عوایدو په ډېروالي او د متمرکزې حکومتولي په برخه کې ښې لاسته راوړنې شته خو د ازادیو په سلبېدو، اقتصادي ستونزو، له نړۍ سره د تعامل، په بهر کې د افغانانو بې برخلیکوالي او په هېواد دننه د تعلیمي او تحصیلي پرمختګ برخو کې لا هم تر اعظمي حده ستونزې شته او وخت نا وخت پرې نیوکې بې سارې هم دي.

فکر کوم، نړۍواله ټولنه انتظار وه چې ط.البان به په خپل هغو ژمنو ودرېږي چې د دوحې تړون لپاره یې کړې وې خو د نړۍوالو ادارو له وروستیو راپورونو ښکاري چې ملګري ملتونه او نور هېوادونه له اوسني وضیعت ناراضه دي.

په سیاست کې تل نړۍواله ټولنه او هېوادونه خبل فشارونه لري خو حتمي نه ده چې حکومتونه دې دغه نارضایتوب جدي ونیسي، بلکې د ښې حکومتولي، د ثبات ټینګښت او د بشري حقونو د ښه تأمین لپاره زیار په کار ده چې هېوادوال قانع او ستونزې یې حل وه اوسي.

د متمرکزه نظام پیاوړکېدو لپاره دا یادونه په کار ده چې د «مهمو لوريو» ګډون او همنظره کول ضروري ده، که له دغو جهتونو پرته د واک تداوم ممکن وی نو جمهوري نظام به پایښت موندلی و، له همدې امله شونې ده چې اوس له ځینو هغو لوریو سره چې د هېواد د پرمختګ په فکر کې دي، ناستې کول او ان د حکومت اډاینې ته یې شاملول ښيي چې حکومت د لا باثبات کېدو په لور ګام اخلي.

پخوانی ولسمشر حامدکرزی او د پخواني حکومت مهم برخواله ډاکټر عبدالله عبدالله او د جمهوري نظام ځینې نورې مهمې څېرې افغانستان کې پاتې، که دوی د نظام پیاوړتیا لپاره مشوره نه کېږي او ازمایل شوې څېره یادیږي نو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي کافي نفوذ او شتون حکومت سره دا مرسته کولی شي چې حد اقل دوه جهتونه یو او بل ته لاس ورکړي څو د هېواد په قضیاوو کې ډېر شامل شي.

دغه ګوند هم د مخکنیو حکومتونو پر ضد وو او تر ډېره یې د اوسني سرپرست حکومت ملاتړ هم کړی دی، فکر کوم که اسلامي امارت، حزب اسلامي ته مهمه موقع ورکړي نو ښايي د نورو سیاسي جهتونو را یو ځای کېدو لپاره به هیلې راوټکویږي.

پښتو متل دی چې په یوه ګل نه پسرلی کېږي او دا یادونه بیا کوم چې له یوه فکر حکومت چلښت نه شي موندلی ترڅو چې مختلف افکار سره یو ځای د ثبات لپاره لاس یو نه کړي او د نړۍ د مهمو ځواکونو په مقابله کې ونه دریږي نو هېڅکله به وړۍ شړۍ نه شي.