راځئ د ذهنیت تظاهر وړاندې کړو؟

موږ اصلاً خپل ذهنیت پرېښی او پر تش تظاهر باور کوو. زموږ ذهنیتونه زموږ د تجربې، مطالعې او مشاهدې زېږنده ده چې ډېر ارزښت لري خو له بدمرغه نه یې شو درکولی او همدا وجه ده چې د ژر پرېکړې ځواک مو بایللی. دې کار زموږ پر خپل ځان باور ته لوی زیان اړولی. که هر کله له کومو مسایلو سره مخامخ کېږو، نو لومړی پام مو د خلکو غبرګونونو ته ور اوړي؛ فکر کوو چې خلک به زما د دې کار په اړه څه وايي؟

ما د ذهنیت او تظاهر معلومولو لپاره پر فسبوک له خلکو سره ځینې درې اندیزې پوښتنې شریکې کړې. موخه مې دا ده چې د خلکو باورونه پیدا کړم او د دوی له تظاهر سره یې پرتله کړم. له هغې پرتلې وړاندې پر تظاهر او ذهنیت خبر کوو:

تظاهر؛ د انسان پر وړاندې هغه تصورات چې په شعوري ډول ترسمیږي ترڅو نور یې په اړه سم یا مثبت فکر وکړي. دوی هڅه کوي، د ځینو مسایلو لپاره داسې انګیزې له ځان سره ولري چې خلک یې د یوه ښه انسان په توګه یاد کړي.

خو ذهنیت بیا له تظاهر سره ډېر توپیر لري. بریالي انسانان تل خپل ذهنیت ته لومړیتوب ورکوي؛ څه چې فکر کوي، د هماغه تظاهر هم وړاندې کوي. د دې کار ګټه دا ده چې لومړی د انسانانو خپلواکتوب څرګندوي، دوېیم په خپل ځان د اعتماد لرلو ځواک لا پسې قوي کېږي ځکه د هر ډول مسایلو په اړه د نظر د ورکړې پر واک سربیره زموږ دروني پیاوړتیا هم ښودل کېږي.

ما د څو اندیزو پوښتنو په لړ کې له خلکو د ځینو مسایلو په اړه د دوی باور پوښتلی چې په څه معتقد دي؟

د بېلګې په توګه لومړی مې د یقین، محبت او دعا په اړه د دوی نظرونه را ټول کړي چې په ۱۷ ځوابونو کې یوازې ۷ تنه پر دعا باور لري؛ درېیو محبت په نښه کړی، درېیو نورو پر یقین باور ښودلی او یوازې یوه تن درې واړه سم یاد کړي دي. بلخوا د تجربې، مطالعې او مشاهدې پوښتنې ته ۲۱ ځواب ویل شوي چې ۷ تنو په کې پر تجربه باور لري؛ ۷ تنو درې واړه په نښه کړي، ۴ تنو مطالعه ښودلې او درې تنو نور ځوابونه ورکړي دي.

دغه راز د وفا، مرستې او ژمنې په اړه ۱۴تنو بیا ځواب ورکړی؛ ۷ تنو وفا ښودلې چې باور پرې لري، ۴ تنو ژمنه یاده کړې، ۲ تنو درې واړه په نښه کړي او یوازې یو تن بیا پر مرستې ټینګار کړی دی.

د یادو مسایلو په اړه تاسو هم فکر وکړئ چې ځواب مو کوم دی او پر څه باور لرئ.
دلته مو د باور کلمه د خلکو د ذهنیت لپاره کارولې چې په اصل کې دوی څنګه فکر کوي خو د دوی پر ځوابونو تظاهر هم ښکاره اغیز پرېباسلی. ځیني ځواب ویونکي زه له نیږدې پېژنم، دوی د یادو پوښتنو په اړه داسې ځوابونه ورکړي چې د دوی له ذهنیت سره تړاو نه لري؛ یعنې په تظاهر کې هر سړی هڅه کوي چې مثبت وه اوسي خو په اصل کې دا ډله خلک مطلقاً مثبت نه دي.

تاسو ټول ښايي دا ومنئ چې موږ د خپل شخصیت د تظاهر لپاره تل ذهنیت له پامه غورځو او هغه څه چې زموږ له افکارو سره په ټکر کې هم وي، کله نا کله یې ترسره کوو ترڅو نور مو ښه وګڼي خو ارواپوهان بیا تر هرڅه خپل ځان ته د ارزښت پر قاېلېدو خبره کوي چې په دې کې د خلکو ذهنیتونه هم راځي. یعنې د ذهنیت تظاهر مهم دی ځکه انساني پیاوړتیا له ذهن سره تړلې وي او خلک باید همدا لاره وهم نیسي.