بغلان ادبي بهیر د څېرې ګرېوان شعري ټولګې مخکتنه ترسره کړه

بغلان ادبي بهیر په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د بورجان غایب د شعري ټولګې « څېرې ګریوان»  مخکتنه ترسره کړه چې په لسګونه شاعرانو، لیکوالانو او کره کتونکی د شعر په ښکلا، باریکیو او د شاعر په ریالیستۍ او باریکیو خبرې وکړې.

د بغلان پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد او لیکوال پوهنمل ګل رحمن رحماني وویل چې د غایب شعرونه د ټولنې د دردونو او واقعیتونو ښه انځورګري اوترجماڼي کوي.

 په همدې   مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی آمر  مولوي عزت میر حقاني وویل:« که غایب له یوه اړخه مینه او هېواد پاللی بل لوري ته یې د پښتون ولس د دردونو، هیلو، محکومیتونو او محرومېتونو پر وړاندې انځوریزه، رندانه او بغاوتي منظومه ژبه کارولې چې شعر یې د پښتون قام ذهنونه تسخیر کولی شي».

د بغلان ادبي بهیر د رهبري شورا غړي نورګل اندړوال وايي چې دا بهیر چې د فعالیت یې څوارلس  کاله تیر  شوي د پښتو ادبیاتو پراختیا او په ادب کې په عاطفي بڼې د مفکورې، قضاوت اوحقیقت تبارز خپلې موخې بولي او هڅه کوي څو  بديعي ادب دومره عام کړي چې په څرګند ډول په بشپړه توګه د مېشت پښتون قام ژوند او پراخ اړخونه انځور کړي.

اندړوال وویل:« غایب د خپل تخلص په څېر له ټولنې ځان نه دی غیب کړی بلکې خپل څېرې ګریوان ته یې د ستن او تار موندلو پرځای د ټولنې ساندې منعکسې کړي او د هر ناتار په وړاندې یې د شکایتونو له خښتو د شعر ماڼۍ ابادې کړي، شعر یې ولسي، ساده او روان دی».

 د بغلان ادبي بهیر غړي عبدالوهاب مومنداو استاد  جمعه خان توخي هم د غایب په شعر اوشخصیت خبرې وکړې او د دې کتاب د چاپ په برخه کې یې د ترسره شوو هڅو یادونه وکړه.

د لته عام باور دادی چې بغلان ادبي بهیر په منظم ډول د مشاعرو تر څنګ غونډې جوړوي او تل د شعر په ښکلا، خیال، عاطفې، باریکیو او نوښت  خبرې کوي خو که یې په شعر کې له شعار او د سیاست له غبار او بیروباره ځان وساته نو د ښکلا او هنر لوی مزل به ووهي.