سیرګي ایوانوف : له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو وتل زموږ په ګټه نه دي


دروسیې دلومړي وزیر مرستیال سیرګي ایوانوف په مونیخ کې خبریالانو ته ویلې دي : له افغانستانه دبهرنیو ځواکونو وتل دمسکو په ګټه نه دي روسیه غواړي ،چې افغانستان ارام او سوکاله وي ځکه خو موږ غواړو ،چې دا بهرني ځواکونه په افغانستان کې کامیاب شي دهمدې ځواکونو له وتلو وروسته به ډېرې ستونزې رامنځته شي او همدا زموږ اندېښنې رازیاتوي . پردې سربېره مسکو دافغانستان په شمال کې د وروستیو ناامنیو په اړه خپلې اندېښنې له افغان چارواکو سره شرېکې کړي .