اقتصادي کارپوهان : دمبارک شتمني 70 ملیار ډالر ده


په منځني ختیځ کې اقتصادي کارپوهانو د حسني مبارک دکورنۍ شتمني 70 ملیار اټکل کړې ده دیادونې ده ،چې خپله حسني مبارک دانګلستان او سویس په بانکونوکې اکاونټونه لري پردې سربېره په متحده ایالاتو کې هم ځینې ځانګړي ملکیتونه لري .
کارډیان ورځپاڼه کاږي : دمبارک دکورنۍ پانګه او شتمني دانګلستان ، سویس په بانکونو کې ده او یوه برخه ېې دلندن ، نیویارک ، لاس انجلس او دسرۍ بحیرې په څنډو کې دمشهورو سوپرمارکیټونو په بڼه هم ثبت شوې ده .
ورځپاڼه زیاتوي له 30 کلنې واکمنۍ وروسته مبارک ډیر اقتصادي قراردونه تر لاسه کړې دي ،چې اټکل ېې په ملیاردو کېدای شي دمبارک کورنۍ دا شتمني له مصر بهر په سري اکاونټونو کې ځای پر ځای کړې ده اویا ېې پر مشهوراو ګرانبیه هوټلونه او کورونه رانیولې دي .
مبارک په 1982 ز کې په بله مانا له ولسمشر کېدو یو کال وروسته ېې خپل اکاونټ ته 15 ملیارده ډالره استولې و او په همدغه کال ېې د 14 ملیاردو او 900 میلونو ډالرو اومه پلاټین استولې و .
دیو بل سند له مخې ،چې د 1982 ز دډیسمبر پر 11 مه نېټه حسني مبارک دسویس یو بانک ته 19 ټنه پلاټین استولې و .