پښتو فعل (دويمه برخه)

د فعل معنوي اړخ (لازمي او متعدي): 
په پښتو ژبه کې فعل د مانا له پلوه پر لازمي او متعدي وېشل کیږي.
الف- لازمي فعل:  هغه فعل ته وايي چې مفعول نه قبلوي او فعل په تېره او ناتېره زمانه کې د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږی، یا دا چې فعل په تېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي چې البته دغه مطابقت په ناتېره زمانه کې د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه او د درېيم شخص په مورد کې یوازې د شخص له پلوه فعل د فاعل لپاره تصریف کیږي. په تېره زمانه کې لازمي فعل د لومړي او دویم شخص په مورد کې د شخص او عدد له پلوه د جملې د فاعل لپاره تصریف کیږي،  خو د درېيم شخص په مورد کې سربېره پر شخص او عدد د جنس له پلوه هم له فعل سره سمون ښيي. د موضوع د ښې څرګندتیا لپاره لاندې جدولونو ته توجه وکړئ.

شخص    مفرد     جمع
لومړی    زه کېنـ + ام    موږ کېنـ + و
دویم    ته کېنـ + ې    تاسې کېنـ + ئ
درېيم    دی کېنـ + ي
دا کېنـ + ي    دوی کېنـ + ي
 
شخص    مفرد     جمع
لومړی    زه کېنـاستـ + م    موږ کېنـ + و
دویم    ته کېنـاستـ + ې    تاسې کېنـ + ئ
درېيم    دی کېنـاستـ + ه/ǝ/
دا کېنـاستـ + له     دوی (مذکر)کېنـاستـ + ل
دوی (مؤنث) کینـاستـ + لې
  
ب- متعدي: متعدي فعل هغه فعل ته وايي چې مفعول قبولوي او فعل په تېره زمانه کې د جملې د مفعول لپاره اوړون مومی،  الته دغه اوړون د شخص،  عدد او جنس له پلوه تر سره کیږي. لاندې مثالونو ته پاملرنه وکړئ.
شخص    مفرد     جمع
لومړی    احمد زه ووهل + ام     احمد موږ ووهل + و 
دویم    احمد ته ووهل + ې    احمد تاسې ووهل + ئ
درېيم    احمد دی وواهه
احمد دا ووهله    احمد دوی (مذکر) وواهـ + ل
احمد دوی ( مؤنث) ووهـ + لې

یادونه: په پښتو ژبه کې ټول فعلونه که لازمي دي او که متعدي،  په ناتېره زمانه کې د جملې له فاعل سره مطابقت ښيي، خو لازمي فعل په تېره زمانه کې هم د فاعل سره مطابقت ښيي خو متعدي فعل په تېره زمانه کې د مفعول سره مطابقت ښيي.
کومکي فعل ( مرستیال کړ):    هغه فعلونو ته ویل کېږي چې په ځانګړې توګه د استعمال وړ نه وي،  او د اصلي فعلونو سره په خوا کې راځي. کومکي