افغانستان د خپل سترتیژېک موقعیت له مخې تل د لویو ابرقدرتونو په لاس کې لوېدلی او تل ابرقدرته هېوادونو کوښښ کړئ چې افغانستان (د اسیا زړه، د نړۍ بام، د هند دروازه...) په خپل لاس کې ولري او له د ستراتژیکې نقطې څخه نړۍ او د سیمې هېوادونه مهار کړي.
کله چې د انګلیس لښکرو په هند کې د مغولو وکمنۍ ته د پای ټکۍ کېښود او هند یې تر خپل واک لاندې راوست نو تر ټولو لومړی پام یې افغانستان ته وړاولو ځکه هند د درې لارو د سمندر سره نښتی وه. یواځینۍ لار د وچې افغانستان وه، چې د افغانستان له لارې ۲۶ ځلې په بیلابیلو وختونو کې پر هند بریدونه شوي وه.
انګلیس خپلې سرحدي ستنې د افغانستان تر پولو او همدارنګه تزاري روسیې خپل سرحدات د افغانستان پولو ته را ورسول چې افغانستان د دو قدرتونو په منځ کې بند پاتې شو.
فرانسوي ناپلیون څلور ځلې پر هند د حملې کولو پلان جوړ کړ ترڅو د خپل رقیب انګلیس ته چې په اروپا کې د ماتې ورکولو وژغورل شو په هند کې ماتي ورکړي، خو په څلور واړه پلانونو کې یې افغانستان شامل وه تر څو د افغانستان له لارې په هند حمله وکړي.
د انګلیس حکومت تل دا کوښښ کولو ترڅو په افغانستان کې هغه واکمن چې د رقیب هېوادونو سره اړېکې کې ښه والی راولي کوښښ یې کولو چې د مخې یې پورته کړي.
کله چې امیر دوست محمدخان په افغانستان کې امارت اعلان کړ نو لومړی کار یې د انګلیستان دولت سره د ښو اړیکو غوښتنه وه، او غوښتل یې چې ښه تعامل ورسره وکړي او په ځواب کې انګلیس دولت وویل چې مونږ نه غواړو د کوم هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړو، چې امیر دوست محمدخان روسیې ته د دوستی لاس وغځولو روسیې ومنله خپل استازي یې افغانستان ته راولیږل او په د وخت چې کله د روسیې استازی افغانستان ته راغلو انګلیس هم یو استازی د برینس په نامه د سوداګریزو اړیکو په بهانه راولیږه، خو اصلاً هدف یې د افغانستان سیاسي وضع معلومول وه. امیر د انګلیس استازي سره کوم توافق ته ونه راسید بیرته برینس هند ته ستون شو.
نو انګلیس یو خواته افغانستان د روسیې سره د ښې اړیکې درلودل اوبل د انګلیس سره د اړیکو رد دې ته مجبور کړ چې امیر دوست محمدخان په تور لیست کې شامل کړي. د افغانستان یو جلاوطنه شخص شاه شجاع سره اړیکې ټینګې کړي.
پر اساس یې د شاه شجاع سره دمثلث تړون په پېښور کې لاسلیک کړ چې مهمې مادې یې په لاندې ډول دي.
۱ شاه شجاع ته دکابل سپارل
۲ شاه شجاع د پېښور څخه رنجیت سینګ ته تیریدل
۳ که چیرې روسیې او فرانسی د افغانستان له لوري په هند حمله کوله د هغوی مخه نیول.....
ــ انګلیس تل کوښښ کولو چې یو داسې څوک په افغانستان کې واک ته ورسوي چې د دوی لاسپوڅی وي او څو ځلې یې داسې کار وکړه متاسفانه مونږ د عبرت درس ونه اخیست.
څو وارې انګلیس په افغانستان یر غل وکړ تر څو د افغانستان خاوره په خپل لاس کې ولري خو د افغانستان مجاهد ولس پر اساس مات همدارنګه شوروي اتحاد په افغانستان باندې حمله کولو او هند ګرمو اوبو ته ځان راسول چې خوشبختانه یې په افغانستان کې شرمیندونکي ماتې وخوړله او لوی شوري اتحاد پر کوچنی روسیه بدل شو.
همدارنګه امریکا د سپتمبر ۱۱ پېښې ورسته پر افغانستان پښه ایښودل چې د هېڅ ډول ظلم څخه یې دریغه ونکړه او بې ګناه انسانان یې په چاپو کې شاهیدان شول.
ــ یو علت چې د زبرځواکو هېوادونو پام یې افغانستان را اړولی د افغانستان موقعیت دی چې یو خو خپله افغانستان په پراخه پیمانه طبیعي منابع درلودلې او بل د جنوبي اسیا او منځی اسیا همدارنګه د منځی ختیځ هیوادونه سره وصل هېواد دی او ددې هېواد له لارې جنوبي اسیا د منځنی اسیا او همدارنګه د اروپا سره وصل کیږي.
او همدارنګه یو خاصلخیزه ځمکه چې افغانستان یې لري.
انګلیسي پوهانو ویل چې یواځې هرات کولای شي چې سل زره غسکرو ته خوارکي توکي برابر کړي.
وروستي