جاپان تر ۲۰۲۷ د بيړيو ضد کروز توغندي جوړوي 

جاپان چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته ټاکلی او د وسلو او پوځ له پراختيا لېرې ساتل شوی وو، اوس مهال يې د نورو پراختياوو ترڅنګ د وسلو صنعت او پراختيا ته هم مخه کړې ده. 
 
د جاپان دفاع وزارت اوس وخت کې د  KHI cruise missile په نوم توغنديو پر جوړولو بوخت دی، چې د کښتيو ضد توغندي دي؛ د چين او شمالي کوريا پر وړاندې ځان پرې غښتلی کړي. 
 
جاپان دغه نوې وسلې ته ۲۲۷ مېليونه امريکايي ډالر بودجه ځانګړې کړي او توغندي دومره وړتيا لري، چې په ۲۰۰۰کيلو متره لېرې واټن کې کښتۍ له منځه يوسي.