د سپتمبر ۹ /۱۱ پېښه، د هغې ورسته د امریکا اقدام او افغانستان ته راتګ

کله چې 2001 کل د سیپتمبر ۱۱ پېښه را منځ ته شوه، د امریکا د وخت ولسمشر (بوش) ته په غوږ کې وویل شول چې زمونږ تجارتي مرکز له منځه لاړ او پنټاګون (دفاع وزارت) هم په نښه شوی دی چې د وخت ولسمشر په څېره کې بدلون راغی او په وینا کې یې ددې پېښې پړه په القاعده ور وا چوله او القاعده یې په ترورېست ونوموله او اعلان یې وکړ چې نړۍ د یا مونږ پر خلاف شي یا موافق تر څو د القاعده او تروریزم ریښې له منځه یو، او دا یو لوی بخث دی چې ایا رښتیا القاعده ددې برید تر شاه وه که امریکا خپل سیاست وه.

او په د بهانه امریکا افغانستان ته راغله او د طالبانو تېر حکومت یې وپرزوه او د لته مېشت شوه. لوې لوې اډې یې جوړ کړې هغه کارونه یې په افغانستان کې وکړل چې د بشریت سره نه ښیي، اسلامي ارزښتونه او ملي ارزښتونه یې تر پښو لاندې کړل (په ۲۰۰۹ م کال د کابل بګرام اډه کې قران کریم ته اور وا چولو، په وادونو باندې بمبارونه وکړل اما د بمونو مور یې دلته استعمال کړه) کله چې په غالب ګومان سره په هرات کې په یوه واده باندې بمبار وکړ، تر ۱۲۰ پورې ښځې سړي او ماشومان پکې ووژل شو حامد کرزي د وخت ولسمشر په کلکو ټکو دا پېښه وغندله نو په مقابل کې امریکا اعلان وکړ چې که بیا داسې عمل وشي مونږ بایې پر وړاندې دریځ بدل کړو.

ـ امریکا خو اکثره وخت د یو زبرځواک په توګه دا کلېمه په خوله زمزمه کوي چې مونږ په نړۍ کې د بشریت ساتنه کو، د تروریزم پر وړاندې مبارزه کو، د بشریت د حقوقو دفاع کو تعلیمي بنسټونه راغو، دیموکراسي پلي کو (داسې حکومت را منځ ته کو چې د ولس په خواښه وي).....

آیا امریکا تر اوسه داسې کړي؟
دوی خو خپل اهداف لټوي په عراق، افغانستان، سوریا او همدا ډول نور هېوادونه چې هلته یې وحشت کړئ د انسانانو خصوصاً د مسلمانانو وینې یې وځبښلې.

لکن د خپلو وعدو بر خلاف هر ډول وخشت یې ترسره کړئ څنګه چې امریکا خپلې ګټې په اسانۍ تر لاسه کولئ شوې هغه که د عر ممکنې له لارې وي دریغه یې نده کړه تل یې غریب هېوادونه د خپلې ګټې په خاطر د یو ډال په شکل استعمال کړي دي.

ـ  فلهذا کله چې لوی هېوادونه د انرژۍ له کمښت سره مخامخ شي دوی د مړیدو په لټه کې شي او غواړي چې ځانونه مړه کړي نو ددوی لپاره منځنی ختیځ د لنګې غوا په څېر دی. منځنی ختیځ پریمانه طبيعي سرچينې لري، چې خصوصاً امریکا تیل او نفتو ته سخت ضرورت لري. د امریکا مکار سیاست په واسطه یې په منځنۍ حتیځ کې ځان ته دپل ځای پیدا کړ په عراق یې حمله وکړه؛ د کوېټ یې دفاع وکړه اوس منځنۍ ختیځ منابع په اسانۍ سره ځبیښي د منځنۍ ختیځ په هیوادونو کې اډې لري چې ددې ځایه یو ګټه د منابعو استخراج دویم کولائ شي ایران سیاست له نیږدې وڅاري او همدا رنګه جنوبی اسیا کې چین او هند چې په ډېر چټکۍ سره د اقتصادي پرمختګ په حال کې دي او او امریکا نه غواړي چې دوی د یو یو ځبر ځواک په توګه را څرګند شي او د هر ممکنې لارې غواړې را وپرزوي، او همدارنګه روسیه چې څلوېښت دری څلوېښت کاله د امریکا سړې جګړې دښمن او اوس هم ورسره په تقابل کې غواړي چې د روسیې سیاستونه له نیږدې وڅاري.

ـ اوس بله پوښتنه پیدا کیږي چې هغه څوک چې د امریکا په ګټه کارکوي هغه ته امریکا حقدار وایي او چې د خپل هیواد په ګټه کارکوي هغه ترورېست دی؟

کله چې شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ امریکا ته موقع په لاس ورغله ترڅو د ویتنام بیللې جګړه چې د امریکا سیاسون ترې سخت زوریدل او یو نا یو ډول یې غوښتل چې ددې غچ واخلي د پاکستان په مرسته یې دافغان مجاهدینو سره مرستې شروع کړې لنډه دا چې روسیه یې پرې ماته کړه امریکا غچ واخیستو، د افغانستان سپیڅلي مجاهدین ددې مکار سیاست نه وه خبر خپل هېواد یې دشوروي له پنجو خلاصولو او سپڅلي مبارزه یې وکړه یو نه یو ډول شوروي مات شو په سپینو سترګو له هیواد ووت.

ـ د افغانستان غیور ولس هر وخت په ډېرو کمو امکاناتو لوی لوی قدرتونه په ګونډو کړي دي دوه ځلې برتانیا، شوروي، امریکا دا د دوی سپڅلي مبارزه وه، خو د هېوادونو مطلب بل خپلې ګټې تعقیبولې نور به د اور خشاک افغانان بېچاره ولس وه، نور باید مونږ د تاریخ یوڅه زده کړو بیرته باید تاریخونه رباندې تکرار نشي وایې (تاریخ هغه چاته سزا ورکوي چې تاریخ مطالعه کوي خو د سبا په اړه یې فکر نکوي)
تاریخ مطالعه یواځې دا نده چې د تیر پیښې مو فقط خفظ او د حاکمانو کړنې مو ولیدې باید د تاریخ داسې څه زده کړو چې بیا هغه په راتلونکي کې رباندې تکرار نشي د هغې مخنیوی وکړو. او تېر نن سبا سره پرتله کړو ، فن ترې واخلو.

ـ نور افغانان هم د جنګ ستړي دی په څيرو کې یې د جګړې څخه نفرت معلومیږي نور باید د نورو لپاره دجګړو ډال ونه ګرځو نور باید یوبل وزغمو یوبل ومنو، هر وخت د شمشېر ځواب شمشېر نه وي نور باید د تحمل کار واخلو نور باید  ددې جنګ ځپلي هېواد پر پرهر ملهم کېږدو نور ددې وطن په آبادۍ کې خپله انرژي مصرف کړو.