يوه نوې څېړنه ښيي چې د پلاسټيک کوچنۍ او ميکروسکوپي ذرې يا Microplastics اوس هغه هوا کې شتون لري، چې موږ يې تنفس کوو.
په دې اړه د اسټراليا په سېډني پوهنتون کې يوې نوې څېړنې موندلې ده، چې دغه پلاسټيکي ذرو په تېر کې يوازې اوبو کې شتون درلود خو اوس يې هوا ته لار پيدا کړې چې د اندېښنې وړ ده.
د محمد اسلام په نوم ددغه څېړنې يو مشر څېړونکي ويلي دي، چې که چېرې هوا له Microplastics پاکه نه شي، نو په لويه کې به سختې او وژونکې تنفسي ناروغۍ پيدا کړي.
وروستي