د غوږ ککړتيا  (منتنتوب)

د کور او بيرون ګردونه، د سګرېټو او نورو شيانو لوګي او د غسل پر مهال اوبه او صابون غوږ ته دننه کېږي، چې پايله کې د غوږ التهاب يا ککړتيا رامنځ ته کېږي. 
د غوږ څخه سرېښناکو اوبو بهېدل، د خوب پر مهال د غوږ دننه درد د غوږ د التهاب نښې دي. که چېرې دغه نښې ولرئ، نو هېڅکله هڅه مه کوئ، چې د غوږ لرګي يا نور څه غوږ کې ووهئ. 
ډاکټر ته په تګ سره څرګنديږي چې د غوږ د منتنتوب لامل څه دی، بکتريا او که کومه ويروسي ناروغي. له تشخيص وروسته يې درملنه کېږي. په خپل سر د غوږ د التهاب درملنه د کاڼېدو سبب کېږي.