ولسمشر پارلمان وڅنډه

دایران ولسمشر محمود احمدي نژاد دپرلمان هغه پریکړه ناقانونه وبلله ، چې کله پارلمان احمدي نژاد ته وفادار دترانسپورټ وزیر له دندې ګوښه کړ ولسمشر وايي : دا پریکړه کومه قانوني بڼه نه لري او زه دپارلمان پر وړتیا شکمن یم .
دا د 2009 ز د ولسمشرۍ له ټولټاکنو راوروسته دپارلمان او ولسمشر ترمنځ دناندرو تر ټولو بربنډه کېسه ده اوس جوته شوه ،چې دپارلمان او ولسمشر ترمنځ واټن مخ په ډېرېدو دی .
احمدي نژاد وايي : زه به په نږدې راتلونکې کې ولس ته دپارلمان په اړه سپینه وینا وکړم دایران دپارلمان غړو د ترانسپورت وزیر حمید بهبهاني په دې پلمه له دندې ګوښه کړ،چې نوموړي دترانسپورټ په برخه کې دمسافرینو دخوندیتوب په اړه څه نه دي کړي ، خو شنونکې وايي دا احمدي نژاد ته یوه اشاره وه ځکه نوموړی دپارلمان غوښتنې جدي نه نیسي .
احمدي نژاد دپارلمان دې غونډې ته نه و حاضر شوې او دده تر ټولو ستر سیال علي لاریجاني دولسمشر دا ډول کړنه له قانونه سرغړونه وبلله .