د افغانانو په اړه د نړیوالو نظرونه 

۱- کله چې روسانو پر افغانستان کې ماتې وخوړله نو د روسيې د وخت ولسمشر وویل چې که چیرې له افغانستان څخه پنځوس زره ځانکړي ځواکونه وروزل شي نو ټوله نړۍ به یې مخه ونه نیسي.

۲- د هندوستان پخواني ولسمشر د افغانانو په باره کې وایي افغانان له تیږې کلک او له مالوچ نرم خلک دي. دوی د چا ښه او بد په ټول عمر نه هیروي. له افغانانو سره ډغره وهل له غر سره ډغره وهل دي.

۳- د جرمني هیواد یو جنرال وایي افغانان په نړۍ کي یوازیني خلک دي، چې کله څوک جنګ ورسره کوي نو دوی ورته ښه راغلاست وایي.

۴-  هټلر د افغانانو په باره کې وایي چې قومنده زما وای او پوځ مې د افغانستان وای، نو ما به پر ټولې نړۍ نخرې کړې وای. 

۵-  سکندر ويلي، په نړۍ کې یوازینی خلک چې له مونږ سره تر مرګه جنګیدل او هيڅ ماته یې نه منله هغه افغانان وو.

۶- د امریکایي پوځ یو قومندان د افغانانو په باره کې وایي کله چې مونږ د مرمیو غږ واورو نو یو خوندي ځای ته منډې وهو خو کله چې افغانان د مرمیو غږ واوري نو دوی هغې خوا ته منډې وروهي ترڅو له نږدي يې وګوري.