د مسکو او اوکراین د جکړې سوله ییز حل 

د روسيې او اوکراین د جګړې دوه کال پوره کیدونکې دي په دغه جګړه کې دواړه خواوې د تاوان سره مخ دي ځکه چې جګړه ګټوونکی نلري.

ګڼ شمیر خلک متضرر، ویجاړۍ وشوې او بنسټ ییز تاسیسات له منځه ولاړ. سلګونه  انسانان ووژل شول او لا هم جګړه روانه ده.

دا جګړه که هر څومره اوږده شي بیا به هم خبرې کیږي او دواړه لورې به د تفاهم لاره غوره کوي نو اوس هم سري وخت دی او ورته پکاره چې مسکو او اوکراین د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي.

سوله ییز حل د دواړو لوریو په خیر دی دوی باید له هوش او درایت نه کار واخلي.
په دغه روانه جګړه کې ځینې کړۍ هڅه کوي  چې مسلمانان هم پکې ورګډ کړي څه موده مخکې اوکراینې ځواکونو یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې قرانکریم ته اور اچوي دا کار د مسلمانانو لپاره خورا بد او دردونکی دی او پکاره ده چې په جکړه کې مذهبي ځایونو او مقدساتو ته توهین ونه شي که څه هم د اوکراینې ځواکونو دا کار د مسلمانانو د پاره دردونکی دی خو پکاره ده چې مسلمانان په دې جګړه کې له ورکډیدو ډډه وکړي او دواړه غاړي سولې او تفاهم ته راوبولي، مسلمان باید د یوه مصلح او خیرخوا رول ولوبوي او له طرفدارۍ ځانو ساتي.

‏د ویلو ده، چې روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې په اوکراین جګړه کې ماتې وخوري، که روسان په دې جګړه کې مات شول دا به د دوی لپاره یو تاریخي شکست وي او د تسلیمپدو په معنا به وي؛ که بريالي شول نو د تیر په څیر به خپل تاریخ یو ځل بیا په اروپا کې ژوندی کړي.

‏همدا راز ناټو او امریکا نهایي هڅه کوي چې روسان په اوکراین جګړه کې له تاریخي شکست سره مخ کړي.

خو د جګړې غځول له وژنو او ویجاړیو پرته بل څه نلري.
د اوکراین او مسکو  روان وضعیت د لا ترینګلتیا په حال کې دی، اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه د اسلامي همکاریو سازمان کولای شي چې په دې برخه کې موثر نقش ادا کړي او ښکيلې خواوې خبرو اترو ته وهڅوي او کوشش وکړي چې روانه جګړه ژر ختمه شي کنه ددې احتمال شته چې دا جګړه پراخه او نورو هیوادونو ته هم غځول شي.