نبي کریم ﷺ د اصحابو کرامو په منځ کې ناست وو، چې یو یهودي راغی، د خلکو په منځ کې ورتېر شو او په بد اخلاقۍ یې د نبي کریم ﷺ جامو ته لاس ورواچوه او جامې یې ورڅخه راکش کړې.
په غصه یې ورته وویل چې، ای محمده! زما قرض راکړه، تاسو د بني هاشم ټول قوم همداسې یاست چې، قرض اخلی؛ خو په سمه یې نه اداء کوۍ.
نبي کریم ﷺ له دغه یهودي څخه قرض اخیستی وو؛ خو د اداء کولو نیټه یې لا پوره شوې نه وه. کله چې حضرت عمر"رض" د یهودي بد اخلاق ولیدل؛ نو په تلوار سره په غصه ولاړ شو او خپله توره یې راواخيستله، نبي کریم مبارک ته یې وویل:
-ای نبي مبارکه ماته اجازت راکړه چې، د دغه یهودي سر ووهم!!!
نبي کریم ﷺ عمر"رض" ته په تبسم وفرمایل:
-د تورې پر ځای هغه ته د حق اخیستلو طریقه وښایه او ماته د حق ورکولو وصیت وکړه؛
کله چې یهودي د نبي کریم ﷺ دا خبرې او حوصله ولیده؛ نو ویې ویل: ای محمده! زما دې په هغه ذات قسم وي چې، تاسې یې په حق رالیږلي یاست چې، زه هیڅ د قرض په نیت نه یم راغلی او ښه خبر یم چې، د قرض اخیستلو نیټه لا نه ده رسیدلې. بلکي په (تورات) کې ستاسې د نبوت د نښې ټول صفتونه لیکل شوي دي او هغه صفتونه ټول ما په تاسو کې لیدلي دي؛ خو صرف ستاسې دغه یو صفت ما یقیني کوه چې، هغه ستاسو د غصې په وخت حوصله ده.
سمدستي یې (اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد رسول الله) وویل، اسلام یې قبول کړ بیا یې له ډیرې خوشحالۍ څخه وویل چې، هغه قرض د مسکینانو لپاره خیرات شو، له هغه یهودي څخه ښه اصحابي جوړ شو.
د نبي مبارک سره یې ډیرې غزاوې وکړې، اخر د تبوک په غزا کې په شهادت ورسید، د هغه اصحابي مبارک نوم، زید ابن سعله رضي الله عنه وو، له دې مخکې د یهودو یو عالم وو.
(من قصص اسلام صحابی)
ګرانو وروڼو!
د حضرت محمدﷺ داسې اخلاق وو چې، یهود هم ترې متاثره وو او د همدې ښکلو اخلاقو پایله وه چې، د هر چا په زړه کې یې ځانګړی ځای درلوده؛ نو راځئ چې، مونږ هم په محمدي اخلاقو ځانونه برابر کړو او د ښایسته اخلاقو پر مټ د خلکو زړونه لاسته راوړو.
وروستي