
ژباړه : حمیدالله محمدشاه
۴
پر همدغه تاریخي ورځ وحشي ودرید او د (احد) غره ته یې کتل ، دغه غر تر اوسه خپل سر چاته نه دې ټیټ کړي ... وحشي هر څه په چوپه خوله څاري ، خلک پر مرګوني جګړه بوخت دي ، ګرد پورته شو ، په سوزنده لمر کې د تورو ځلا له ورایه ښکاري . د سړیو چیغې پورته کیږي ، مسلمانان په ډاډ او ترتیب وړاندې روان دي ، حمزه د خپل ښکار په لټه کې دې ... حمزه چیرې دي ، زه څه ګورم ؟ اه ... دا خو د مکې له مریانو څخه یو مريي دي .... دا د محمد په صف کې جنګیږي ... خپله ازادې یې تر لاسه کړي ... ایا دا به نیکمرغه وي ... زما ښه په یاد دي ... هغه خو دومره کړاونه وزغمل چې بشر یې د زغم وس نه لري ... دا یې ونه منله چې پر محمد او دېن کافر شي ... دا خویې له وسه پوره وه
چې د کفر کلیمه ووايي او ځان وژغوري خوانکار یې وکړ... څومره ښه ایمان !! خو وروسته بیا د محمد له پیروانوځینې یوه واخست او له کړاو ځینې وژغوره او ازاد یې کړ... بادار شو او د خپلې ګروهې او ازادې څخه دفاع کوي ... خو د محمد د لارښونې له امله به د هغه احسانمند وي ... او چا چې ازاد کړ د هغه به هم وي اه ... زه خو دامنم ... زه نه غواړم چې د چا احسانمند شم ... هلته حق او باطل نه شته .... دا ځواک دي چې د نړۍ چارې پر مخ بیا يي زه به خپله ازادې په خپل لاس اخلم ... پرما به د هیچا احسان نه وي .... زه څه ګورم ؟ دمسلمانانو تورو خود توغ رپونکی را وپرځوه ... ابوسفیان نا ارامه دي د سپرو مشر خالد نه شي کولای چې د محمد سړیو پسي را وګرځي ... د مسلمانانو غشي ویشتونکی د بیرته را ګرځیدوهر ډول هڅه شنډوي ... د توغ دوهم رپونکی هم په خپل وار را پرځیږي ،مسلمانان مخکې روان دي وحشي له شا څخه د یوې ښځی اواز واوریده چې دا بیتونه یې له ځان سره زمزمه کول :
راځئ چې تر غاړې وځو
ټغرونه وغوړوو
یا سره جلا شو
بد ګوماني به نه وي
- ( هند ... د مکې توغ رپوونکی خو را پر ځي، له ډیره قهره تک سور مخ یې ور واړوه او چیغه یې کړله :
- ( تر اوسه دې حمزه نه دی موندلی ؟ )
- ( زه په خپل کار کې تلوار نه کوم .... د مناسبې شېبي په لټه کې یم ) جګړه لا پسې سخته شوه ، نږدې وه چې ابوسفیان خپل ژوند له لاسه ورکړي خو د ژغورنې له پاره یې له سړیو یو رامخ ته شو ،هند چې کله د خپل سر له پاسه توره ولیدله وډاره شوه ، چیغه یې له خولې ووته ، کله چې مسلمان سپور پوه شو چې ښځه ده او نقاب یې اغوستي نو ورځینې لیري شو اوله ځان سره یې وویل : « نه غواړم چې د رسول الله توره د ښځی پر وینه ککړه کړم ... » .
وحشي بل شوي اور ته ځیر دي ... د مکې توغ رپوونکی لا اوس هم را پرځي ، که مسلمانان کامېاب شول څه به کیږي ؟ ایا وحشي به خوشاله شي که چیري حمزه يې ښکار کړ او ژوند یې ورختم کړ ؟ که چیري په اسارت ونیول شو مرګ یې حتمي دی ، یوازې بندي به نه وي بلکې هغه دوکه مار بندي به وي ، چې د رسول د تره حمزه د ترور هڅه یې کړې وه ... څومره لویه غمېزه ده ! زړه ته یې ډار لار ومونده ... بدن یې ولړزیده ، تورمخ یې نور هم تور واوښت ... خومسلمانان لږ دي او دمکې لښکر له سړیو او وسلو دواړو څخه برخمن دی ، خو ولې لږکي پر هغو ډیرکیو لاسبري کیږي چې د ځواک ،کینې او مال له هر ډول ملاتړ څخه برخمن دي ؟ ارومرو به قریش لاسبري کیږي او همدا د ژوند دود دی ... خو ارزښتونه هسې وهم دی ... یوازې هغه ارزښت دی چې ځواک ورسره مل وي ... محمد دې په حقه وي اویا دې ابوسفیان تر غوږو پورې په ناروا کې ډوب وي ، جنګ یوازې ځواک پای ته رسوي ، وحشي له تمسخر امېزې خندا سره وویل :
- ( هر انسان په ژوند کې یو ارزښت لري ، ولو که هر ډول وي ... خپل فکر لري او همدا یې پر خوځښت راولي ، او له خپلو شیانو څخه دفاع کوي ... هو دلته هم ارزښتونه شته اوهلته هم ، خو د دواړو طبیعت سره ورته نه دی ... خو د محمد ملګري ولې د مرګ تر بریده له خپلو ارزښتونو ملاتړ کوي ، او د مرګ لورته پر نا اشنا ځغاسته روان دي ؟ دوی هغه څه ته خوشالیږي چې دوی یې شهادت او جنت نوموي ، زه دغه ډول نومونه نه پيژنم ، زه دومره پوهیږم چې مرګ مرګ دی ... او له دې وراخوا نه څه پیژنم او نه پرې باور لرم ، زه چې پر کوم څیز باور لرم هغه زما شتون دی ... او اوس هغه کړاو دي چې زه یې پر اور وریتیږم ... دغه ژوند لعنتي دی ... زه یې د ځینو رازونو او نا اشنا انګیرنو له پوهیدو څخه عاجز یم ... زه د یو څیز له لیدو پرته د بل هیڅ څیز لیدو ته تیارنه یم .... اوهغه زما ورک او ځپل شوی ذات دی چې له اندېښنې او مېنې پرته ویلي کیږي او د ازادۍ په لټه کې دی ...
وحشي نیغ ودرید ، او پر نیزه یې منګول کلکه کړه ، غونی یې ځیږ شو، مخ یې د شیطان بڼه خپله کړه او ډیر لیرې پر یو څه سترګې ولګیدې :
- ( همدا دې ... کټ مټ حمزه دې ... دا خو د سور اوښ په څير دی ... صفونه څیرې کوي او اتلان راپرځوي ، د ویجاړونکی بریښنا په څير روان دي ... حمزه د عبدالمطلب زوی او دمحمد کاکا ، د مکې د اصیلو استوګنو د کسات ځای ... زړور سردار او هغه اس ځغلونکی چې ساری نه لري ، وحشي یو ډول نوي ډار پسې واخیست ، څه ورپېښ شول ؟ دا هغه شېبه ده چې هر وخت یې هیله درلودله ، حمزه هماغه یوازینی کس دی او وحشي کولای شي چې له همدې لارې خپل ذات ثابت کړي ، او ازادې تر لاسه کړي ، د وحشي او موخې تر منځ یې مسافه لنډه ده ، قدم پورته کولوته اړتیا نه شته ، او نه به خپل ځان له ګواښونو سره مخامخ کړي ، نیزه به یې استازیتوب وکړي ، همدا نیزه به دغه مسافه په یو څو ثانیو کې ووهي ، هیڅوک به یې ونه ګوري هغه به د ونې تر شا پټ وي او یا به یوه کمره ته غلی شي ، که نیزه چیرې خپل هدف ته ورسیده نو هیله یې پوره شوه .... او که خطا شوله هیچا به نه وي لیدلی ... دا د وحشي له وس پوره نه ده چې پر سپین مېدان له یو مسلمان سره ګوتې ماتې کړي ، دا له دې نه هم ډیر کمزوری دی... حمزه لیرې ولاړ وحشي اوس هم د تردد او هغه پیچلي ډار چې زړه ته یې ننوتی و ښکار شوی و .... چیغه یې کړله :
- ( اې بې غیرته ، دا ډار او سستیا له کومه شول ؟ )
یو ځل بیا د حمزه په لټه کې شو، هغه خو هلته لري پر وژنه او زغلولو لاس پورې کړی ... وحشي په منډه ولاړ او حمزه ته د یوې نږدې ونې تر شا په څوکۍ کیناست ... حمزه پر مرګوني جګړه بوخت دی ... ټول پام یې پر همدې وړې ډلې دي چې له ده ځینې راتاوه شوي ده ، ښي او کیڼ لورته توره وهي ... څه ؟ حمزه داسې وانګیرله چې یوې تیرې وسپنې په ډیرې بې رحمي د هغه کولمې ورڅیرې کړې ... خو لا اوس هم پر جګړه بوخت دی ... د حمزه کالي او بدن پر ګرمې او سرېښناکې وینې لامده شول، ځواک یې له لاسه ورکاوه ، په دې هڅه کې و چې ځان ټینګ کړي ، پوه شو چې سر پرې ګرځي او بدن یې سستیږي ... سترګو ته یې هر څه دوه دوه کیدل ، غالمغال یې په کراره اوریده ... لږ وروسته پوه شو چې سر یې پر تیږه ایښی ، او ساه یې له بدنه وځي ،کوښښ یې کاوه چې کلیمه له ځان سره ووايي ، په ټیټ اواز لګیا و سمې نه اوریدل کیدې : ثنا او ستاینه ده هغه ذات لره چې شهادت یې را پیرزو کړ او مسلمان یې مړ کړم ، پر شونډو یې تلپاتې مسکا انځور شوه ، د مرګ له وسه پوره نه وه چې سپیڅلې ځلا یې ورمړه کړي ... دغه ډول حمزه خپلې وروستۍ سلګۍ ووهلې ... خو وحشي د هماغه ونې تر شا یوه ښه شېبه حیران ولاړ و ، پام یې شهید شوي اتل ، او د هغه په کولمو کې ښخې شوې نیزې او روانو وینو ته و، د وحشي ځان ته پام شو ، خپل لاسونه یې سره وموښل ،د بدن غړي یې په ډیره سختۍ سره وغوړیدل ، د هوا له ګرموالي او د لمر له وړانګو سره سره یې پر بدن یخه څپه راخپره شوله ، سترګې یې لمدې شوې خو پر حقیقت یې پوه نه و، چې ایا دا د خوشالۍ او ښکې دي او که څنګه ؟ وروسته یې بیا هغه ستر حقیقت ته پام شو چې ده خود ( عبدالمطلب زوی حمزه وژلی ) بیا یې په لوړ غږ په ډیرې بې پروايۍ وویل : ومې واژه ... ومې واژه ، بادار مې چیرته دی؟ هند ته چېري یې ؟ عکرمه چیرته دي ؟ چیرته دي بورې شوې مېندې او هغه کسان چې شوق یې کسات اخستلوته سوځوي ؟ سپک حبشي مریې ( وحشي) ستاسې کسات واخیست ....
شاو خوا یې وکتل یو یې هم ونه مونده چې ده یې نومونه لږه شېبه وړاندې یادکړل ، ان تردې چې ده ته نږدې کسان پر جنګ او خپلو ځانونو بوخت و، دده چیغې د خونړي جنګ د شور او غالمغال په منځ کې ورکې شوې، د یوه ګټ تر شا ستړی ستومانه پریوت ... ده غوښتل چې ټول یوازې ده ته اونیزې ته یې چې د حمزه په کولمو کې نیغه ولاړه وه خپل پام واړوي ... هغه خو په خپل ژوندکې ورسپارل شوې ستره دنده تر سره کړه خو هیچا ونه لید او نه چا ورته لاسونه وپړقول ... او نه یې پر غوږو د ستاینې او هڅونې هغه خبرې ولګیدې چې دا به یې نشه کاوه ،او حواس به یې ورتخنول ... وحشي ته وریاد شول چې نیزه یې تر اوسه هم د شهید په کولمو کې ده ، دا خو یې د بیلتون سیک په ځان کې نه ګوري که له هغې پرته ستون شو نږدې ده چې عقل یې له سره والوزي ، نیغ ودرید ، او غلی ور روان شو، نیزه یې را وویسته ... بېرته راوګرځید ... د ونې تر شا کیناست او له نیزې یې وینې پاکولې .
- ( اې ګرانې نیزې .... نن دې دومره وڅښلې چې د کلونو تنده دې خړوبه کړله ... له دې وروسته به هیڅ تږې نه شې ... د حمزه وینه چې څوک وڅښي هغه به څرنګه تږې کیږي ؟ )
شاوخوا نا ارامه چاپیریال ته یې په ځیر وکتل او له ځان سره وبونګیده : ( اوس … ازاد شوم ) ورپسې یې چیغې او خندا پورته شوه ( ازاد … ازاد … ازاد ..ها ها ها .. )
یو ځل یې بیا شاوخوا ته وکتل ، او د ارام ساه یې واخسته …
- ( خو اسمان هماغه اسمان دي …او (احد) مې مخ ته هماغسې دنګ ولاړ دی ته وا زما هیڅ پروا نه لري … لوړو اوژورو هیڅ بدلون نه دی موندلی هر څه په خپل حال دي ، زه خوازاد شوم ، خوما تر اوسه هیڅ ونه لیدل … زړه مې په زوره درزیږي ، زه د بیهوده احساساتو په توفان کې ډوب یم … )
( اي اجرتي ... )
کله چې یې دغه اواز واوریده ته وا لکه لړم چې ټک ورکړی وي ، دا اواز به چا کړي وي ؟ شاوخوا یې وکتل هیڅوک یې تر سترګو نه شو، خلک ورځنې خواره واره شول ، جنګي ډلې له یوه ځایه بل ځای ته وخوځیدلې او شهید حمزه ارام بیده دی او پر شونډو یې تلپاتې موسکا انځور شوی ، خو د (اي اجرتي ) اواز د وحشي په سر کې انګازې کوي او کوپړۍ یې له دننه یو لړزونکی اواز کاوه ته وا لکه د څټک ، د ( اي اجرتي ) اواز لا اوس هم انګازې کولې ، دا به چا ویلي وي ؟ دا به مازې یو ناوړه خاطره وي چې خیال ته یې راغلې ، هغه ته داسې ښکاري چې یو څوک شته چې دا ډول اواز کوي ، اوه کیدای شي حمزه ورته دا اواز کړی وي ، حمزه خومړ دی، ... مړي خوخبرې نه کوي ... همدا ژوندي دي چې داسې پر ګډووډو او حماقتونو سر دي ....
بیا یې یو ځل شاوخوا ته وکتل ، په نه زړه یې وویل :
- ( د پام وړ بدلون خونه دې راغلي .... )
له شا څخه یې اواز واوریده :
- « وحشي ستر بدلون رامنځ ته شوی ، موږ ماتې وخوړله ... اودمکي لښکر تېښته وکړله ځان وژغوره .... »
وحشي سمدلاسه ودرید ، ویې لیدل ... چې خلکو د مسلمانانو پر وړاندې وسله غورځولې او د تېښتي لار یې نیولې ، دمسلمانانو لښکر غنیمت لاس ته راوړ او مشرکان پسې اخلي ، څومره لویه غمېزه ! ایا وحشي به د مسلمانانو په بندکې کیوځي ؟ ایا دا به له یوڅو شیبو پرته نور له خپلې ازادې څخه خوند وانه خلي ، بیا به د دوهم ځل له پاره د مریتوب نړۍ ته ورننوځي ؟ کاشکي خبره همدومره وي ، له محمده به هیڅ څیز پټ پاتې نه شي ، کیدای شي څوک مې ورته وښايي او دا شاهدي ورکړي چې ده خو حمزه په چل او دوکه وژلی دغه وخت په زه خپله ازادي له لاسه ورکوم ، بله لا دا چې ژوند به مې هم له لاسه ووځي ، له یو سپک خبر پرته به له وحشي نور څه پاتې شي ټوکمار او مکرجن به خپل سات پرې تیروي ...
- « وحشي ولې د بې عقله په څیر ولاړ یې ؟ دوه خپلې او دوه پردۍ کړه او تښته ... » هغه مهال د سوچ له پاره وخت نه و، سوچ د وخت او ژوند له لاسه ورکول و، وحشي منډه کړه ، دا په منډو و او د ترهیدلي ژوي په څیر یې ژبه را ایستي وه ته وا چې بې رحمه ښکاري پسې اخستي وي ، وحشي ودرید ، بیا یې په تلوار منډه کړه ، مخ یې خولو او ګرد نیولي و... هر وخت د شړل کیدو احساس کوي ، ټول ژوند یې منډه او سرګرداني ګاللی ، ټول عمر یې ارام نه دی لیدلی ، دنیکمرغۍ خوند یې نه دی څکلی ان په هغه شېبه کې هم چې ده ګومان کاوه چې ازادي یې ترلاسه کړله ... کله چې ډاډمن ځای ته ورسید ، ودرید چې لږه ساه واخلي ... وحشي یوه ترخه موسکا وکړله ... ( د ډار پر مهال ، فکر کار نه کوي انسان د ژوی په څیر شي ،غریزه یې اړباسي چې وخوځیږي ... له ژغورنې پرته مې د بل څیز په اړه سوچ هم نه کاوه ... همدا دوه پښې وې چې سوچ یې کاوه ... او بدمرغي ! څرنګه لږکي پر دومره ډیرکیو لاسبري کیږي ؟ دې پوښتنې ته به ځواب پیدا کړم ... خو محمد اوسړیو ته به یې تسلیم نه شم ... همداسې به په وچه کې روان یم ،له لیوانو او داړونکو ژوو سره به اوسم ، له ګیدړانو سره به خوراک کوم ... د ځمکې پر مخ به پر هیچا باور ونه کړم، پر هیچا باور نه شم کولای ... یو ځل به مکي ته ستنیږم ، چې ټول وګوري چې زه ازاد شوم ... او د مات شوو عاجزو بادارانو کسات مې واخیست ... او چې زما ښکلې او پاکه پیغله وګوري چې ما خپله ازادي په خپله واخستله هیچا بخششي نه ده راکړې ... هغه به وویني چې زه د خپل ځان بادار یم ... دغه مهال به زما تورو پښو ته راټیټه شي .... اود مېنې او وفا پر اوښکو به یې لمدې کړي ... او د بادار په نوم به مې راوبولي .. زه کټ مټ د جبیر په څیر یم ...زه له دې پرته د بل څه په اړه سوچ نه کوم ... د «هبل » او د قریشو له نورو خدایګوټو سره زما هیڅ کار نه شته ... رښتیا که یو څه د لمانځني وړ وای ما به خپل ځان لمانځلی واي ... زه هر څه یم .. همدا حقیقت دی هغه کسان چې له « هبل » څخه ملاتړکوي دوی له یوه بت څخه ملاتړ نه کوي ... بلکې دوی له خپلو ځانو ، برم او موقعیت څخه دفاع کوي ... دغه احمقان او درواغجن چې د څه په اړه سوچ کوي زه ډیر ښه پرې پوهیږم .... که دوی چیري ټوله نړۍ تېر باسي خو هغه وحشي چې غمونو ،محرومېتونو او ډير سپکاوي پوخ کړی نه شي غولولي ... »
له شا څخه یې د ښځی اواز واورید « وحشِي ولې دغسې ولاړ یې ؟ خبر نه یې چې موږ ماته خوړلي »
- « اې اوده ... وړاندې تردې چې بل څوک وار لومړي کړي همدا د حمزه د وژلو وخت دی ، مسلمانانو د خپل پیغمبر له امر مخ اړولي او د غنیمتونو راغونډولو ته په سیالۍ ورروان دي ، خالد وتوانیده چې د شا له لوري یو غلچکي برید وکړي ،قریشو بیا له سره جګړه پیل کړه ، او مسلمانان یې ناببره راونیول ، او هلته داسې اوازې هم پورته شوي چې زموږ سړیو خپله محمد هم وژلی» مخ یې وروګرځوه او هغه څه یې واوریدل چې ده نه منل ویې ویل :
- « محمد ؟»
- « هو اِې وحشي »
په بې پروايۍ یې خپل سروخوځاوه او ورته یې وویل :
- « خو زما دنده سرته ورسیدله .... وحشي مې وواژه »
ښځې له ملنډو ډکه خندا وکړله ورته یې وویل :
- « ته وايي چې تا خپل ځان وژلي »
ځان ته یې پام شو ورته یي وویل :
- « نه... نه ... زه وایم حمزه مې وژلی »
- « تا ؟ »
- « هو ... همدا مې بس دي .. شرط مې پوره کړ ... او خپله ازادي مې تر لاسه کړه ... »
یو ځل یې بیا هماغه وژونکی خبره واوریده « اِي اجرتي »
غصه یې راوپاریده ، په سر کې یې وینه په ځوښ راغلله او د ګواښ په بڼه یې خپله نیزه وخوځوله :
- «ورکه شه اې ښځې ... دا ته څه وايې ؟ زه نه اجرتي یم او نه اجیر ... زه اوس مر یې نه یم او له دې وروسته زه هیڅ سپکاوی نه منم »
ښځې ورته په حیرانتیا وویل :
- « ما خو دغسې څه نه دي ویلي ، وحشي لیونی شوی خو به نه يې ؟ »
له شرمه د وحشي تندی په خولوکې پټ شو اوله ډیره غمه یې سر ټیټ کړ، اه قدري له خولې ونه وت ، خوښځې ورته وویل :
- « زه به د ابوسفیان ښځی هند ته ورمنډه کړم تر څو دغه نیمکرغه خبر ورته ورسوم .. » وحشي ځانته کیناست په سوچ کې شو ، دمکې لښکر چې د شمېر او وسایلو له اړخه ښه بسیا وکامېاب شو، وحشي په خپل ځان او خپلو ارزښتونولږ غوندې باوري شو ، هغه ته اوس دا اړینه وه چې مسلمانان مات شي ، دحمزه له وژنې وروسته وحشي ته بیا راستنیدنه په کار نه وه ، د هغه برخلیک له مکې ، ابوسفیان ، جبیر ، عکرمه او نورو سره تړلی و .... له مسلمانانو سره دهغه د مخامېدو خبره ورته د ژوند په بیه پریوځي د همدغه کامېابیدو له رامنځ ته کیدو سره چې ده یې همدا اوس خبر واورید زړه ته یې لږ غوندې ډار لار وموندله ... دشور او ځوږ له رانږدې کیدو سره د چورت له نړۍ څخه راووت ګوري چې هند له یو څوښځو سره یو ځای را روانه ده شعر زمزمه کوي د کامېابي سندرې وايي له وحشي ځینې راتاوې شوې ، دحمزه پوښتنه یې ورڅخه کوله چې رښتیا یې وژلی ، د وحشي زړه باغ باغ شو ځان ورته ستر معلوم شو ، بڼه یې وغوړیده ، اشاره یې ورته وکړله چې ما پسې راځئ هغه خپله غاړه لکه کړه او روان شو ، اې وحشي همدا د برم او هیلو ورځ ده ، د ستاینې کلیمې یې پر غوږو ولګیدې ، هغه د اسطورې اتل په څیر اوچت ګامونه اخستل ، دوکه او چل یې له یاده ووته یوازې له هغه برمه پرته چې ده به هر وخت یادوه نور هر څه یې له یاده وتي و د شهید سر ته ودرید او ويي ویل :
- « دا هغه حمزه دی ... پردغه ځای لګیدلی »
هند له ډیرې خوشالۍ کوکاري کړي ، بیا يي پرسندرو پیل وکړ ، خنجر یې راوویست او د حمزه پر ګیډه ورپریوته ، څیرې کوله یې .... وحشي خپل مخ واړوه بېرته ستون شو... د هغه شتون دلته کومه مانا نه درلودله ، هند ډارونکی طقوس لري غواړي چې هغه اداء یې کړي ، په خپلو طقوسو کې به ډوبه شي وحشي به یې له یاده ووځي او دانه غواړي چې دنندارې له پاره دلته ودریږي .... څو شېبې وروسته هند بېرته راستنه شوله ، د حمزه پوزه او غوږونه یې غوڅ کړي اود سینګار په دود یې ورځني غوږوالۍ اوبنګړي جوړ کړي و ، بیا یې خپلې د سرو غوږوالۍ او بنګړي راخلاص کړ او وحشي ته یې د ډالۍ په توګه ورکړل .... او ښان یې حلال کړل ... شراب یې وڅښل د جام او بریالیتوب پر خوږو نشه شول ... غزلې یې وویلې او د کسات سندرې یې زمزمه کړي وحشي یوازې د شرابو جام ته ګونډه ماته کړه اوغټ ِغټ ګوټونه یې ورنه کول ، که چېري یې د شرابو جام ورځنې لیري کړي نه و نږدې وه چې عقل له لاسه ورکړي ... پر ګډووډو سر شو څه یې پرزړه و خو ژبې یې ورسره یاري نه کوله :
- « تاسې خو راته درواغ ویلي و... محمد خو مړنه شو ... هغه خپل مات ګوډ لښکر سره راغونډ کړ غواړي چې یو ځل بیا راشي ... خو مهمه داده چې حمزه به له خپل ابدي خوب ځنې را بیدار نه شي ... اه اې ګرانې اي عزتمندې نیزې ... تا په هماغه سخت وخت کې راسره دوکه ونه کړه ... نه ...هیڅوک به یې راڅخه وانه خلي ... رانه لرې شئ زما نیزه په دې نړۍ کې له بل هر مخلوق څخه راته مخلصه ده ... دا درواغ نه وايي ... دوکه نه کوي .. خیانت نه کوي ... زه ورسره مېنه لرم دا لا اوس هم پيغله ده »
په مېنه یې پرنیزه لاس وواهه اوله ډیره شوقه یې ورڅخه څو مچکې واخیستې .