ګوګل هغه حسابونه (Google Accounts) بندوي چې دوه کاله نه وي کارول شوي 

ګوګل ټيم وايي چې يو شمېر هغه د ګوګل حسابونه يا Google Accounts بندوي، چې رمزونه يې ډېر ساده وي، دوه کاله نه وي کارول شوي او د ګوګل ځيني نور اصول يې نه وي مراعات کړي. 
 
د ګوګا تخنيکي ټيم ويلي دي، چې د همدې کال وروستۍ يا ډسمبر مياشتې وروسته به پورته ستونزې لرونکي حسابونه وتړي او نور به بيا د لاس رسي وړ نه وي. 
 
د ګوګل حسابونه يا Google Accounts (جي مېل) برېښناليک سره تړلي دي، چې په انډرايډ موبايلونو کې د پلي سټور، ګوګل فوټوز، ګوګل ډرايو او نور په پار ترې ګټه اخېستل کېږي او مالومات په کې ساتل کېږي.