اسلام آباد کې؛ د افغانسان، چین او پاکستان درې اړخیز ډیالوګ

په دې لیکنه کې په اسلام آباد کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو وروستي ډیالوګ کې مطرح شویو مهمو موضوعاتو ته د کتنې ترڅنګ، په دې بحث شوی چې افغانستان اوس څنګه کولای شي چې د اقتصادي پرمختګ او لویدیځ له بندیزونو د جبران لپاره یوه نړیواله پشتوانه پيدا کړي؟
 
اسلام آباد کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې د مطرح شویو بیانونو غورچاڼ هیله بښونکی دی.
 
اسلام آباد غونډې څه لاسته راوړنې درلودې؟
د غويي په ۱۶مه په اسلام آباد کې د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه ناسته وشوه.
 
د د ې غونډې د بحث تر ډېره اقتصادي او امنیتي مسایل و.
 
د درې واړو هېوادونو، په تېره بیا افغانستان لپاره له څو زاویو د اهمیت وړ او له لاسته راوړنو ډکه وه.
 
یو دا چې دا غونډه د په داسې وخت کې جوړه شوه چې د امریکا په مشرۍ لویدېځ هېوادونه غواړي چې د افغانستان سرپرست حکومت تر لا زیات فشار لاندې ونیسي او د همدې موخې لپاره يې کابو لس ورځې وړاندې د قطر په دوحه کې د افغانستان د مسایلو د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو په سرپرستۍ غونډه وکړه.
 
دغه راز په هند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د استازو غونډه هم وشوه چې تر ډېره يې موضوع د افغانستان د پرمختګ، بشري حقونو، امنیتي مسایلو او بیا رغونې په شمول د نړۍ په لویو او سترو مسایلو بحثونه شوي دي.
 
چیني رسنیو ويلي، په اسلام آباد کې د افغان- پاکستاني او چین د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې موافقه شوې چې امنیت به تضمینوي، له جرمونو او نشه يې توکو سره به مبارزه کوي درې اړخيزې همغږۍ او همکارۍ به پياوړې کړي.
 
سرچینې دا هم ويلي چې درې واړو هېوادونو موافقه کړې چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي او مهمه يې لا دا چې په ګډه به د یو کمربند او یوې لارې په جوړېدو کې درې اړخیزې همکارۍ پياوړې کړي.
 
په دې غونډه کې پر نړۍ غږ شوی چې له افغانستان سره دې رغنده اړیکې جوړې کړي او پر امریکا يې غږ کړی چې د افغانانو د ګټو د تضمین لپاره دې پر دغه هېواد یو اړخیز بندیزونه لغوه کړي.
 
زما شخصي تحلیل دا دی چې امریکا غوښتل چې له ملګرو ملتونو د افغانستان پرضد د یوه اړم په توګه استفاده وکړي او بیا دوی خپل غرضونه تعقیب کړي.
 
خو ښه دا ده چې د چین په شان یو شمېر هېوادونه په ملګرو ملتونو کې مهم رول لري او هغوی اجازه نه ورکوي چې امریکا او لویدیځ د ملګرو ملتونو له ادرسه خپلې ناسمې موخې ولټوي.
 
که پورته مواردو ته پام وکړو نو افغانستان چې تازه له اوږدې جګړې راوتلی، په دې ټولو مواردو کې مرستې او یوې قوي پشتوانې ته اړتیا لري چې د یو کمربند او یوې لارې پروژه کې يې شاملولو ته اشاره کولای شو.
 
افغانستان یوې قوي پشتوانې ته اړتیا لري، خو څوک د دې وړ کېدای شي؟
د بحث له پیل مخکې دا یادونه لازمه ګڼم چې د چین سیاست د تاریخ په اوږدو کې د وسلې او ټوپک په زور د نورو هېوادونو لاندې کول نه دی بلکې ډېره پاملرنه يې صنعت، اقتصاد او ټکنالوژۍ په برخه کې د ځان پرمختګ ته کړې او په دې سره يې ځان د نړۍ د سرخېلو هېوادونو په جمله کې شامل کړی دی.
 
پایله:
د نړۍ اوسنیو حالاتو ته په پام سره ویلای شو چې هر هېواد د خپلو ګټو ساتلو لپاره یوې قوي، با اعتماده او غښتلې نړیوالې پشتوانې ته اړتیا لري او افغانستان هم له دې حکمه مستثنا نه دی.
 
دا چې نړۍ په ټکنالوژۍ برخه کې بدله شوې او پرمختګ يې ګړی، داسې یې په سیاست او نورو برخو کې هم بدلون او پرمختګ ګړی او دا یوه اړتیا ده چې هر هېواد د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره د نړۍ له نورو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي، نظامي او نورو برخو کې همکارۍ ټینګې کړي.
 
دا چې افغانستان له کابو ۴۵ کلنې جګړې او په همدې موده کې له دوو یرغلګرو (پخواني شوروي اتحاد او امریکا + ناټو) له چمبو نجات پیدا کړی، اقتصاد، روغتیا، معارف، ټکنالوژي او... برخې يې د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېرې وروسته پاتې شوې دي نو طبیعي ده چې یو شمېر هېوادونه په ځانګړې توګه امریکا غواړي چې له دې هېواده د خپلو ناکامیو غچ واخلي او هېڅکله نه غواړي چې دلته یو مرکزي، سالم او غښتلی نظام ټينګ شي.
 
دا هېودونه په بېلو بېلو لارو غواړي چې په افغانستان کې ستونزې جوړې کړي، نو دې ټولو ته په توجه سره لازمه ده چې افغانستان د ځان لپاره په معقولو لارو او د ملک خیر، فلاح او ګټو ته په پام سره یوه قوي او غښتلې پشتوانه پيدا کړي چې زما په نظر په اوس وخت کې یوازې چین دغه پشتوانه کېدای شي.
 
ځکه چین له یوې خوا لوی اقتصادي قدرت دی او له بلې خوا د امنیت شورا دایمي غړی او په ملګرو ملتونو کې مهم نفوذ او روله برخمن دی.
 
عیني شرایط هم دا مني چې چین د نړۍ یو مهم تصمیم نیونکی لوری دی چې پر نفوذ يې هېڅوک سترګې نشي پټولای.
 
خو له دې سره په ‎څنګ کې دا خبره هم ده چې دغه هېواد د افغانستان ګاونډۍ او دوست هېواد دی چې د تاریخ په اوږدو کې يې هېڅ کله پر افغانستان سترګې نه دي برګې کړې، بلکې د مرستې لاس يې ورکړی دی.
 
د همدې خبرې پر اساس ویلای شم چې چین او د سیمې نورو هېوادونو د دوحې غونډې په بهیر کې لویدیځوالو او امریکا ته دا څرګند پيغام ورکړ چې د سیمې هېوادونه نه غواړي چې د افغانستان مسئلې ته د امریکا له عینکو وګوري او په دې توګه يې امریکا په خپل هدف کې نامه کړه.
 
په نړۍ کې چې امریکا څومره جنګونه بل کړي و، اوس په ټولو کې ناکامه شوې او دا د دې ښودنه کوي چې نړۍ کې هېڅ هېواد یوازې له پوځي لارې نشي کامیابېدای بلکې خپل سیاست د متقابل درناوي، د نورو ګټو، حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او... ته د درناوي پر اساس جوړول د بريالیتوب ضامن دی.
 
چین د همداسې سیاست یو ښه مثال دی چې نن يې په اقتصادي لحاظ نه یوازې ځان مستحکم کړی، بلکې د نړۍ اقتصاد په تقویه کولو کې يې مهم لرول لوبولی او د نړۍ اقتصاد د چین مرستې ته اړ دی.