«راست اوسه، ناست اوسه»

موږ یوه کليوالي اصطلاح لرو چې وايي «راست اوسه، ناست اوسه»، دې کې اصلي مفهوم دا دی چې صادق اوسه، نو تل به د یوه ښه دوست په توګه يادېږې، خلک به باور درباندې کوي او قدر به دې کوي.

یوه بله مقوله ده وايي «باور یا اعتماد غوره سرمایه ده»! د دې معنا دا ده چې که څوک ډېر شتمن هم وي، خو چې خپل باور او اعتماد يې له لاسه ورکړ، خلک به کرکه ترې کوي.
د دې برعکس، که څوک غریب هم وي، خو چې په ټولنه کې اعتماد او باور ولري، خلک يې ډېر درناوی کوي او تل به خوښ وي.

اصلي خبرې ته راځم! افغانستان له پېړيو راهیسې او وروستۍ سلیزه کې، په تېره بيا په وروستيو څلوېښتو کالو کې ډېرې لوړې ژورې وګاللې، یرغلونه ورباندې وشول، بېلا بېلو هېوادونو مو له خپل توان سره سم خاوره لاندې کړه، خو یو ګاونډی چې تل يې افغانستان ته د یوه دوست او صمیمي ګاونډي په سترګه کتلي هغه چين هېواد دی.
هو! وايي د کمزوري لپاره دوست هغه دی چې له تېري يې په امن وي.

نو پر موږ دې لوی ګاونډي نه یوازې چې تېری نه دی کړی، بلکې تل يې د مرستې لاس را اوږد کړی.

په حقیقت کې دا هغه کامیاب سیاست دی چې په نتیجه کې يې نن چین افغانانو ته تر خپلو ټولو ګاونډيانو او د سيمې له هېوادونو ښه دوست ښکاري.

 دغه هېواد په خپل دې سیاست سره ډېره معنوي ګټه کړې، هغه دا چې نن عام او خاص افغانان له چینايانو سره مینه لري او د دغه لوی هېواد په ګاونډيتوب وياړي.

د روانې جولای میاشتې په ۲۶مه، د هېواد د کانونو او پټرویلم وزیر  له ملي ټلويزيون سره په مرکه کې وویل چې غوښتنه يې داده چې موږ به هېڅکله حاضر نه شوو چې خپل شپږم ګاونډی، د امنیت شورا دایمي غړی او لوی هېواد چين ګاونډیتوب له لاسه ورکړو.

ده وویل چې د افغانستان د واخان له لارې دې د چین او افغانستان ترمنځ یو لوی بین المللي سړک جوړ شي او له دې لارې دې دواړه هېوادونه سره وصل شي.

افغانستان د بدخشان ولایت واخان ولسوالۍ کې له چین هېواد سره کابو ۹۶ کیلومټره ګډه پوله لري چې له پخوانيو زمانو را هيسې دواړو لوريو یو د بل د ځمکنۍ بشپړتيا ته په درناوي سره د دواړو لوريو ترمنځ د سرحد معلومولو په موخه ټاکل شويو نښو څخه آن یو اینج هم تېری نه دی کړی او هماغه سې په خپل حال پاتې دي.

دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې دوستۍ او یو د بل پر خاوره د یرغل نه کولو نتیجه ده.

چین وخت ناوخت له افغانانو سره تر خپلې وسې مرسته او لاس نیولی کړی او هر وخت يې په نړیوالو مجالسو کې د افغانستان د حق د دفاع غږ پورته کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جولای په ۲۸مه پر امریکا غږ وکړ چې پر افغانستان دې غیر معقول بندیزونه لغوه کړي.

د چین نړیوالې راډیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له قوله ويلي چې چین غواړي د يو کمربند او يوې لارې پلان د افغانستان د پرمختګ له سټراټيژۍ سره یوځای کړي.
سرچيتې ويلي چې چین به له افغانستان څخه پر ۹۸ سلنه وارداتو مالیات لغوه کړي او په دې سره به چین ته د افغانستان د صادراتو اندازه زياته شي.

پایله:
افغانستان له خپل دې موقعيت څخه چې له یوې خوا د نړۍ له مهم او لوی اقتصادي قدرت (چین) سره ګډه پوله لري او له بلې خوا له دغه هېواد سره لرغونې دوستي لري، باید د خپل اقتصاد د پيا وړتیا لپاره اعظمي ګټه پورته کړي او هېڅکله دا فرصت له لاسه ور نه کړي.

یو کمربند او یوه لار ښايي د نړۍ په کچه تر ټولو لويه او ارزښت لرونکې اقتصادي پروژه وي او د نړۍ ډېر مهم هېوادونه کوښښ کوي چې په دې پروژه کې ځانونه شامل کړي.
له نېکه مرغه افغانستان په داسې موقعيت کې قرار لري چې خپله چین غواړي چې په دې پلان کې ونډه ورکړي.

موږ پورته د چین د بهرنیو چارو وزير خبره ولوسته چې ويلي يې دي هېواد يې غواړي د یو کمربند او يوې لارې پلان د افغانستان د پرمختګ له سټراټيژۍ سره وصل کړي او دا يې هم ويلي چې چین ته د افغانستان پر صادراتو به مالیه لغوه کړي.

دا ډېره مهمه او د غور وړ خبره ده او افغانان په معقول پلان او غور سره کولای شي چې يوازې له همدې دوو امتیازونو په استفادې چې چين افغانستان ته قایل دی، خپل اقتصاد په پښو ودروي.