د سترګو د ليد بېرته تر لاسه کولو نوې درملنه موندل شوې 

د de Montréal په نوم د يو طبي او څيړنيز پوهنتون پوهانو او ډاکټرانو له تجربو وروسته د سترګو د ليد د بېرته تر لاسه کولو لپاره نوې لارې او درملنه رامنځته کړې ده. 
 
د degenerative retinal disease په نوم د سترګو يوه ناروغي چې د سترګې شبکیه برخه کې پېښيږي د سترګو ديد په کې له منځه ځي او اوس شونې ده، چې ددغه ناروغۍ درملنه وشي.  
 
دغه نوې درملنه کې چې جراحي عمليات او درمل شامل دي، ناروغ ته د degenerative retinal disease ناروغۍ په لومړيو پړاونو کې ورکول کېږي او ليد بېرته لاس ته راځي.