په ۲۰۲۴ کال کې نړۍ کې د اوبو د کمښت خطرناک وضعيت سره مخيږي 

د ملګرو ملتونو سازمان د يو راپور اړوند اوس مهال د نړۍ څه د پاسه اته مېليارده وګړو کې دوه مېليارده يې پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. دغه دوه مېليارده وګړي په پرمختللو او وروسته پاتې دواړه هېوادونو کې دي. 
 
"د اوبو سرچينو" په نوم يوې موسيسې بيا په خپل راپور کې ويلي دي، چې ۲۰۲۴ کال کې به په نړيواله کچه د اوبو کړکېچ زيات شي او له اوسنيو شمېرو ډېر خلک به پاکو اوبو ته لاس رسی ونه لري. 
 
د يادې موسسې د راپور پر بنسټ ايران د هغه هېوادونو له ډلې دی چې تر ټولو سخت د اوبو د کمښت بحران سره به مخ شي او کوم بشپړ چمتوالی ورته هم نه لري.