په خيبر اېجنسۍ کې د موټر بم د چاودنې له امله درې تنه ووژل شول

نن د خيبر اېجنسۍ په بر قمبر خېل سيمه کې يو بم چې په يوه موټر پسې نښلول شوی و وچاودېد او له امله يې په موټر کې سپاره درې تنه ووژل شول او ورسره څېرمه دوه تنه لاروي ټپيان شول. د ټپيانو حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.