اټومي سمندري کښتۍ؛ قیمت یې ۲۶میلیونه ډالر دی

پورته انځور کې د  Nimitz په نوم  اټومي ځواک لرونکې بېړۍ ده او د پرمختللو هیوادونو سمندري ځواکونه يې په واک کې لري. دا کښتۍ اوس مهال د روسیې، امریکا او چین لخوا د احتمالي اټومي جګړې لپاره سمندرونو کې ځای پر ځای کېږي. 
 
دغه بېړۍ چې ۲۶ میلیونه ډالره بیه لري، په اټومي وسلو سمباله ده او لوړه وړتیا یې دا ده، پرته له دې چې په سترګو ولېدل شي او يا هم له هوا څخه وڅارل شي، ساعتونه - ساعتونه ځان د اوبو لاندې پټ کړي. 
 
د دې کښتۍ وزن 1000 ټنه دی چې د پرمختللو اټومي وسلو په شتون کې کولی شي پر هوا الوتکې او بحر کې نورې کښتۍ په نښه او نسکورې کړي.