د وجود د تودخي په اړه 

د انسان د وجود د تودخي روغتيايي او نارمل درجه ۳۷ سِلسیوس (سانتي ګراد) ده. عمر، د يو او بل انسان نورې ځانګړنې د وجود د تودخي درجه توپيري کوي. 
 
د ځوانانو په پرتله د ماشومانو د وجود د تودخي درجه ټيټه وي. په منځني ډول د ماشومانو د تودخي درجه ۳۶.۴  سِلسیوس (سانتي ګراد) وي. 
 
اوس که چېرې په ځوانانو او يا هم ماشومانو کې د تودخي درجه له پورته شمېرو پورته شي نو لاملونه يې فزيکي چارې او يا هم د تبي په ډول د نورو ناروغيو شتون دی.