دغه بوټان؛ که پر پښو شي ۲۵ سلنه به چټکه منډه او قدم وهئ 

د Shift Robotics په نوم پر پرمختللې او ټېنکالوژيکه بڼه د بوټ جوړونې يوې کمپنۍ داسې بوټان جوړ کړي دي، چې ۲۵ سلنه عادي منډه او قدم وهل چټک کوي. 
 
دغه بوټان Moonwalkers نوميږي او  د چټکو بوټان په نوم ثبت شوي دي. Moonwalkers پر پخو سړکونو او کوڅو کې کارول کيږي او د لنډ مزل لپاره اغوستل کېږي. 
 
دغه کمپنۍ د Moonwalkers بوټانو ډېره پرمختللې بڼه هم جوړ کړې ده چې تر ۲۲۵ سلنه چټک دي او د يوې جوړې بوټانو بيه تر ۱۴۰۰ امريکايي ډالرو رسيږي.