د بنګ يا cannabis بوټي د پاڼو په اړه يوه نوې طبي څېړنه ښيي، چې د سرطان ناروغان چې له سخت درده په تکليف وي او له درده خوب نه شي کولی، نو هغه درمل چې د بنګو له پاڼو جوړ شوي وي، درد يې ارام وي او راحت خوب ور په برخه کوي.
دغه نوې موندنه د Colorado پوهنتون ساينس پوهانو او ډاکټرانو کړې او په رسمي ډول يې د Exploration in Medicine په نوم ژورنال کې خپره کړې ده. دوی توصيه کوي چې د سرطان ناروغۍ د درد درملو کې بايد د بنګو پاڼې وکارول شي.
د بنګو کارونه د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې ناقانونه شمېرل کېږي او د استعمال اجازه نه لري، خو د روغتيا او درملو جوړونې برخه کې دغه بوټی ګټور او د حکومتونو له خوا د استعمال اجازه ورکول کېږي.