د سوډان جګړه؛ امن سيمه کې پاتې کېدل - يوه شپه په ۳۴ ډالر ده 

د سوډان کورنۍ جګړ چې د تېرې مياشتې په ۱۵ نېټه پيل شوې او اوس مهال په اووه ورځني اوربند درېدلې ده؛ له امله يې تر اوسه ۵۵۰ کسان وژل شوي، له ۵زره ډېر تپيان او درې لکه او ۳۰ بې کوره شوي دي. 
 
دغه جګړه تر ۲۰۱۹ کال پخوا د دوه ملګرو پوځي جنرالانو ترمنځ ده چې دواړه د حکومت د ډېر واک او سياسي امتياز په لټه کې دي او په ۲۰۱۹ کې يې د سوډان جمهوري حکومت د پوځي کودتا له لارې رانسکور کړی وو. 
 
سوډان کې د امن سيمه د سوډان بندر په نوم سیمه ده. خلک هلته کډې وړي خو هلته د يو کس پر سر د يوې شپې د پاتې کېدو کرايه ۳۴ امريکايي ډالر ده او دغه امن لرونکې سیمه ته د اقتصادي وضعیت پر اساس د هر کس تګ شونی نه دی.