
د اوکراين او روسيې د تازه بريدونو په اړه اوکرايني چارواکي وايي چې يو له غږ چټک يا هايپرسونيک روسی توغندی يې د کيف ښار اړوند سيمه کې رانسکور کړی او موخې ته له رسېدو يې غورځولی دی.
الجزيرې رسنۍ د اوکرايني چارواکو د مالوماتو پر بنسټ ليکلي دي، چې دغه هايپرسونيک روسی توغندی يې د امريکا له خوا ورکړل شوي US Patriot defence system په مرسته غورځولی دی.
د Kinzhal په نوم د روسيې هېواد دغه هايپرسونېک توغندی تر ۲۰۰۰کيلو متره واټن وهي او د روسيې له پرمختللو او لېرې واټن وېشتونکو وسلو شمېرل کېږي