د ټېکنالوژۍ پر مټ د وينې د ضایع کېدو مخنېوی

ډېر ځلې داسې کېږي چې د ټکر، فزيکي نښتې، او وسله والو جګړو ټپيان دومره وينه ضايع کوي، چې روغتون ته په رسېدو ساه ورکړي. ښايي ټپ ډېر مشکل نه وي، خو دا چې وينه ډېره بهيږي د مړينې لامل کېږي. 
 
د MIT په نوم د يو ټېکنالوژيک - طبي پوهنتون ساينس پوهان توانېدلي دي، چې داسې يوه آله جوړه کړي، کومه به چې تر روغتون پورې ټپيانو سره مرسته وکړي چې وينه يې ټوټه يا clot شي. 
 
دغه آله د پيچکارۍ په ډول وهل کېږي او ژور ټپي شوي ځای کې په روغتيايي ډول وينه بندوي او اړتيا به نه وي چې د ناروغ ټپي شوي ځا کلک وتړل شي او يا هم د ډېرې وينې بهېدنې له امله ناروغ ساه ورکړي.