آيا لېزر زغرواله شوبله له منځه وړی شي؟ 

زغروالې شوبلې يا ټانکونه د اوس وخت د جګړې د ډګر مهمه او ارزښټ لرونکې وسله ده. ځمکني ماينونه او يو شمېر نورې وسلې دا وړتيا لري، چې دغه شوبلې وېجاړې کړي. اوس مهال د وسلې توليد اړوند ساينس پوهان په دې کار کوي چې د لېزر په وسيله د ټانکونو تخريب شونی دی او کنه؟ 
 
د اسټراليا هېواد د دفاعي څانګې يا Australian Department of Defence انجنيرانو پر داسې ليزرې وسلې کار پيل کړی دی، چې د لوړې او پرمختللې ټېکنالوژۍ په شتون کې کولی شي، چې زغروالې شوبلې له منځه يوسي. 
 
د اسټراليا هېواد د وسلې جوړونې يو مخکښ انجنير (تانیا منرو) وايي چې دوی په دې برخه کې مېليونه اسټراليايي ډالر پانګونه کړې او داسې ليزري وسله جوړوي چې لوړه انرژي به توليد، د زرغوالو شوبلو زغرې به ماتې او دوی به ويجاړې کړي.