د سوډان جګړه؛ دوه ملګري جنرالان او نن سره سرسخت دښمانان 

د سوډان د پوځي حکومت د سیالو ډلو ترمنځ وسله واله نښته د ۲۰۲۳ کال د اپریل په ۱۵ مه پیل شوه. د جګړه پيل سره د سوډان په لویدیځ  خرطوم ښار او دارفور سیمه کې نښتې وشوې. د اپریل تر ۲۵ نیټې پورې، لږ تر لږه ۵۵۹ کسان  دغه جګړه وژل شوي  او تر ۴۰۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
 
د سوډان په پلازمینه خرطوم او د هیواد په ډیرو نورو برخو کې ژوند په ناڅاپي توګه ډیر خراب شوی دی او خلک د جګړې له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي. دغه جګړه کې بهرني هېوادونه هم دننه شوي او خپلې ګټې په کې خوندي کوي. 
 
جکړه د دوه ملګرو پوځي جنرالانو ترمنځ ده؛ عبدالفتاح البرهان، د سوډان د وسله والو ځواکونو (SAF) مشر، او محمد حمدان دګالو، چې د حمدتي په نوم پیژندل کیږي او د نیمه پوځي چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) په نوم د وسله والو مشري کوي. 
 
دوی دواړو (جنرال عبدالفتاح البرهان او جنرال محمد حمدان دګالو) په ۲۰۱۹ز کال کې د سوډان ولسمشر چې ۳۰ کاله په واک کې وو، عمر البشیر باندې په ګډه پوځي کودتا وکړه او هغه يې له واک لېرې کړ. له کودتا وروسته عبدالفتاح البرهان د سوډان واک په لاس کې درلود او دا چې دغه وضعيت د  محمد حمدان دګالو په خوښه نه وو، نو پر وړاندې يې راپورته او پايله کې يې  نن سوډان په يوې نوې کورنۍ جګړه ښکېل دی.