د کندهار د امنيې قومندان پر کور ځانمرګی بريد وشو

 پرون مازيګر درې بجې يو ځانمرګي بريد کوونکي له خپل کرولا موټر سره د کندهار په دولسمه ناحيه کې د کندهار د امنيې قومندان مل پاسوال خان محمد مجاهد پرکور بريد وکړ. د خبرونو له مخې په دغه بريد کې يوازې بريد کوونکی ووژل شو او ورسره دوې مېرمنې چې کورته څېرمه تېرېدلې ټپي شوې دي.د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.