ايران د امريکا د تېلو يوه بېړۍ په زور نېولې 

امريکايي چارواکي وايي چې د ايران بحري ځواکونو د امريکا د تېلو يوه بېړۍ په  هرمز نومي تنګي کې محاصره کړې او د خپل واک لاندې اوبو ته يې دننه کړې ده. 
 
د سرچينو د مالوتو پر بنسټ له لسو زياتې د ايران د بحري ځواک کښتۍ د امريکا د تېلو له دغه بېړۍ چاپېره شوې او هغه يې نېولې ده. امريکا د ايران دغه اقدام زور -زياتی بللی. 
 
ايراني چارواکي هم مني چې د امريکا د تېلو يوه بېړۍ يې نېولې خو په دې اړه يې  نور مالومات نه دي ورکړي. د شنونکو پر اند دا ډول پېښې به د امريکا او ايران اړيکې لا کړکېچنې کړي.